To get best possible experiance using our website we recommend that you upgrade to a newer version or other web browser. A list of the most popular web browsers can be found below.
Just click on the icons to get to the download page
د ازادې اروپا ريډيو په ۲۸ ژبو کې خپرونې کوي. زموږ ډير پروګرامونه په هغه هيوادونو کې چې موږ ورته خپرونې کوو، په ځينو سيمه ييزو راډيو سټيشنونو کې پر ايف ايم او منځنو څپو اوريدلي شئ. که تاسي پر انټرنيټ زموږ د خپرونو په اوريدلو کې ستونزه لرئ نو د تخنيکې مرستې لپاره دلته ولولئ.
د اقتصادي نړۍ اوونیزې خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. دا خپرونه تاسې د هرې جمعې او د شنبې په ورځ له مشال راډیو اورېدای شئ. دا خپرونه په ۲۱مې پېړۍ کې د نړیوال اقتصادي او مالي محرکاتو په اړه پښتنو ته جامع، بې طرفه، متوازنه او کره مالومات ورکوي او د هرې مسلې هر اړخ څېړي او بیا یې قضاوت خلکو ته پرېږدي. په دې خپرونه کې د قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتني سیمو، او په پوله پرتې د افغانستان د ولایتونو د اوسېدونکو د ژوند پر اقتصاد، د دې ټولو سیمو پر ټولیز اقتصاد او مالي معاملو، او د سیمې او د نړۍ پر اقتصاد بحث کېږي. په دې خپرونه کې له عامو وګړو، سوداګرانو، بزګرانو، کار ګرانو، بانکدارانو، صنعتکارانو، حکومتي واکدرانو، او د اقتصادي او مالي چارو له شنونکو سره خبرې کېږي. اقتصادي نړۍ هره اوونۍ د مشال راډیو پامیر ساحل جوړوي. تاسې د دې خپرونې ټولې پخوانۍ او اوسنۍ برخې پر دې پاڼې اورېدای شئ.
د پلوشې خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. دا خپرونه هره اوونۍ د قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او پر پوله پرتو د افغانستان سیمو د ښځو په ژوند، ژواک، ټولنیز حیثیت، د دوی د بریاوو او د دوی په حقونو بحث کوي. په دې خپرونه کې په پښتني ټولنه کې د ښځو د رول په اړه هم د چارو له کار پوهانو، له ښځو او د بشري او ښځو د حقونو د سازمانونو له غړو او کار پوهانو سره په ګڼ شمېر مسلو خبرې کېږي. دا خپرونه د مشال راډیو فرخنده وزیر هره اوونۍ جوړوي. د خپرونې تازه او پخوانۍ برخې دلته اورېدای شئ.
د کرښې پر غاړه خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. په دې خپرونه کې د افغانستان و پاکستان پر پوله د پرتو سیمو د ټولنیز، سیاسي، ټولنیز - سیاسي، ټولنیز - اقتصادي، اقتصادي، او نورو مسلو او ستونزو له چارواکو، کار پوهانو او له ولسي وګړو سره خبرې کېږي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه خپرېږي او په کې اورېدونکي د ټیلي فون، برېښلیک یا موبایل ټیلي فون پیغامونو (ایس ایم ایس) په وسیله برخه اخیستای شي. اورېدونکي په دې خپرونه کې خپلې پوښتنې مطرح کولای شي او د هغې ورځې په موضوع خپل نظر او تبصره هم ورکولای شي. د خپرونې تازه او پخوانۍ ټولې برخې پر دې پاڼې اورېدای شئ.
د (تاتره) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. دا د مشال راډیو اوونیزه ادبي، کلتوري او هنري خپرونه ده چې په کې له شاعرانو، ادیبانو، ټولنیزو شخصیاتو، هنر مندانو او نومیالیو پښتنو سره د هغوی په ژوند، اند او لیکلو، چاپ یا نا چاپو اثارو، هنري نمونو یا ټوټو، او مجموعو خبرې کېږي. دا خپرونه د هرې دوشنبې په ورځ د پېښور په وخت د مازیګر په څلور، او د کابل په وخت په درې نیمې بجې په ژوندۍ بڼه خپرېږي. په دې خپرونه کې اورېدونکي د ټیلي فون او موبایل ټیلي فون پیغامونو په وسیله ګډون کولای شي او له مېلمه پوښتنې کولای شي. د دې خپرونې کوربه نجیب عامر دی. د تاترې ټولې تازه او پخوانۍ برخې پر دې پاڼې میندلای او اورېدای شئ.
د روښانه مستقبل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. په دې خپرونه کې د تعلیم، تر تعلیم وروسته د کار میندنې، د تعلیمي څانګو د خوښولو، په ښوونځیو، کالجونو او پوهنتونونو کې د داخلو په اړه له پښتنو سره مالومات شریکول کېږي. په دې خپرونې کې له کار پوهانو او زده کوونکو سره، له تعلیم، کار او هنر سره پر تړلو موضوعاتو بحثونه هم کېږي. روښانه مستقبل د هغو ښوونځیو یا سکولونو انځور هم وړاندې کوي چې په پښتون مېشته سیمو کې د نا امنۍ له کبله وران شوي دي؛ او د دې سکولونو تر ورانېدو وروسته د بیا رغاونې، او د متبادل په اړه له چارواکو سره خبرې کېږي. دا خپرونه هره اوونۍ د مشال راډیو منور شاه جوړوي. د روښانه مستقبل تازه او پخوانۍ ټولې برخې پر دې پاڼې میندلای شئ.
د (زما کور، زما کلی) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. پښتانه په افغانستان، د پاکستان په قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا، د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو، کراچۍ او د پاکستان په ځېنو نورو صوبو او سیمو کې خپاره پراته دي. دوی له مودو راهیسې له یو بل، د بېلا بېلو وجوهاتو په اساس، لرې پاتې شوي دي. زما کور، زما کلی خپرونه د دې پښتنو تر منځ د مجازي رابطې یوه وسیله ده. وسیله په دې شکل چې یو خو پښتانه زیاتره په کلیوالو سیمو کې اوسي، او بل دا چې که د خوست په ولایت کې د یوه وړوکي کلي اوسېدونکي ته وویل شي چې د صوابۍ په یوه کلي کې هم هسې دود دستور دی او کلیوال ژوند یې د خوست کلي ته ورته دی نو دا دواړه کلي له یو بل سره د ورته والي او پښتونولۍ په اساس وتړل شي، سره یې رابطه وي. که په لنډو ټکو کې وویل شي، نو زما کور، زما کلی د پښتنو د کلیوال ژوند انځور یا تصویر جوړوي. دا خپرونه د پښتنو په کلیو کې د غم - ښادۍ، دود - دستور، لرغوني اثارو، ټولنیز- کلتوري او ټولنیز- اقتصادي ژوند د هم هغو کلیو د اوسېدونکو او بېلا بېلو کتابي حوالو په بنیاد بیانوي او د دې کلیو د خلکو وړې لویې ستونزې هم د راډیو په وسیله واکدارانو ته رسوي. دا خپرونه خپل یو مزاج او جوړښت لري او هر ځل په کې د یوه نوي کلي، نوې - زړې خبرې په نوي انداز بیانېږي چې لرې، لرې پرتو زیاتره پښتنو ته ځېنې خبرې او دودونه نوي او په ځېنو کې بیا ورته د خپل کلي انځور ښکاري. زما کور، زما کلی خپرونه د مشال راډیو شاهین بونیری جوړوی او تاسې هره اوونۍ، د اتوار و ګل (یکشنبې او دوشنبې) په ورځ د هغو کلیو په سفر بیايي چې ډېری کسان یې نه نوم پېژني او نه یې هم د چینو، غرونو، پټیو او چینارونو پر لار کله تللي وي!!
ستونزې او سرکار خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. په دې خپرونه کې د پښتون مېشته سیمو د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو په اړه د سیمو اوسېدونکي او مشران خبرې کوي او تر هغې وروسته بیا له متعلقه حکومتي چارواکو سره د هغو ستونزو د هواري په اړه بحث کېږي. دا خپرونه هره اوونۍ د مشال راډیو مجید بابر جوړوي. د ستونزې او سرکار ټولې تازه او پخوانۍ خپرونې پر دې پاڼې اورېدای شئ.
د ځوانانو غږ خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. په دې خپرونه کې د ټولو پښتنو ځوانانو په لاس ته راوړنو، ستونزو، او غوښتنو له ځوان کول سره خبرې کېږي. د دې خپرونې له مرکزي نکتو یوه دا هم ده چې د ترهګرۍ ضد جګړې کې د دې ځوانانو رول څه دی؟ دوی د پښتنو په سیمه په روانې جګړې څومره اغېزمن کړي دي؟ او دوی ته یې څومره تاوان رسولای دی؟ له دې پرته، د ځوانانو غږ د ټولو پښتنو سیاسي، ادبي، اقتصادي او ټولنیزو نظریاتو ته هم ګوري او په دې موضوع هم څېړنې کوي چې هغه څه لاملونه ول (او یا دي) چې ځینې پښتانه ځوانان یې د سختدریځۍ پر لوري بیولي دي؟ دا خپرونه، د ځوانانو هغو غورځنګونو ته هم ګوري چې له لارې یې دوی په خپلو سیمو کې سیاسي، اقتصادي او د ټولنیزو بدلونونو راوستو هڅې کوي. د ځوانانو غږ خپرونه د مشال راډیو اسرار عالم مومند جوړوي او تاسې د دې خپرونې ټولې تازه او پخوانۍ برخې پر دې پاڼې اورېدای شئ.
د سندرو امېل خپرونه هره اوونۍ د مشال راډیو هارون باچا جوړوي. په دې خپرونې کې نوموړی د موسیقۍ، کلتور او فرهنګ له ډګرونو سره له تړلو کسانو سره خبرې کوي او بیا په خپرونه کې سندرې هم خپروي. تاسې د دې خپرونې تازه او پخوانۍ برخې پر دې پاڼې اورېدای شئ.
دا د مشال راډیو لومړۍ خپرونه ده چې په کې تر خبرونو وروسته بیا د مشال راډیو خبریالان له بېلا بېلو سیمو د مهمو پېښو او خبرونو تفصیل در کوي، او بیا له اورېدونکیو سره د ټېلي فون له لارې په ژوندۍ بڼې خبرې کېږي. سلام پښتونخوا اورېدل مه هېروﺉ.
سهارنۍ خپرونه په دې خپرونه کې تر خبرونو وروسته بېلا بېل رپورټونه، شننې او تبصرې اورېدای شی . د خپرونې په وروستیو پینځلسو دقیقو یا منټو کې یوه ځانګړې خپرونه خپرېږي.
د نړۍ رنګونه خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. د نړۍ د عجیبو خبرونو، انټرنیټي دنیا، فلمونو او د نړۍ له ګوټ ګوټه بېلا بېلې، او رنګا رنګې کیسې او مالومات په دې خپرونه کې اورېدای شئ. دا خپرونه هره اوونۍ د چارشنبې او شنبې (شورو او خالي) پر ورځو له مشال راډیو خپرېږي. خپرونه د مشال راډیو ګل ایاز جوړوي. (د نړۍ رنګونه) ټولې تازه او پخوانۍ خپرونې پر دې پاڼې موندلای شئ.
د (اتلان) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. دا خپرونه د هغو افغانو پښتنو اتلانو د ژوند، اند او زیار په اړه ده چې خپل ټول عمر یې د خپل وطن او قام د سر لوړۍ، ښه ژوند، پرمختګ او ښه نوم لپاره وقف کړ. د اتلان خپرونې موخه هغه کسان او د هغوی فکر او کار بیا ژوندي کول دي چې یا خو هېر کړل شوي دي او یا هم د هغوی هیڅ ذکر په تعلیمي نصاب، ټولنیزو پروګرامونو او غونډو کې نه کېږي. په دې خپرونه کې د هر اتل د ژوند، اند او زیار په اړه له بېلا بېلو پوهانو سره بشپړه بې پرې، بې طرفه او عیني یا واقعي خبرې کېږي چې داسې و نه ښکاري چې د هر اتل د ژوند او اند ښه والی ښکاره شي او دا خپرونه یو تبلیغ وبرېښي. بلکې په اتلان کې تاسې د ټولو اتلانو د ژوند له هغو نیمګړتیاوو هم خبرېږئ چې پخوا یې شننه یا تحلیل یا تجزیه نه وه شوې. اتلان هره اوونۍ د مشال راډیو بشیر ګواښ جوړوي. تاسې د دې خپرونې ټولې تازه او پخوانۍ برخې پر دې پاڼې اورېدای شئ.
د اسلام او الازهر خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. دا خپرونه د مشال راډیو یوه ځانګړې خپرونه وه چې په کې د منځلاري اسلام د پرمختګ، ودې او دودولو لپاره د مصر د تاریخي الازهر پوهنتون پر لور بحث شوی وو. د دې خپرونې په پینځو برخو کې د الازهر پوهنتون پر تاریخ، نصاب، رسنیزو فعالیتونو، د مذهبي او عصري زده کړو نظام، منځلاري اسلام، او په افغانستان او په پاکستان کې د مذهب په نوم د پیدا شوې سختدریځۍ په لاملونو، او د دې سختدریځۍ د ختمولو پر لارو چارو بحث شوی دی. د دې خپرونې د جوړولو لپاره د مشال راډیو احمد شاه اعظمي مصر ته لاړ او هلته یې د الازهر پوهنتون له استادانو او زده کوونکو سره خبرې وکړې. د دې خپرونې ټولې پینځه (۵) برخې تاسې پر دې پاڼه اورېدای شئ.
د (کېږدۍ، کېږدۍ) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. کېږدۍ، کېږدۍ د مشال راډیو اوونیزه خپرونه ده چې د کوچیانو د ژوند، سفرونو، ستونزو، دودونو، د دوی پر تاریخي ارزښت او اقتصاد بحث کوي. دا خپرونه ځکه هم ځانګړی حیثیت لري چې په ډېره مفصله توګه د کوچیانو د ژوند شا و خوا هر اړخ نه یواځې له همدو کوچیانو، بلکې له وګړپوهانو، ټولنپوهانو او تاریخپوهانو سره څېړي. د دې خپرونې لپاره د مشال راډیو خبریالان په بېلا بېلو سیمو کې له کوچیانو سره خبرې کوي، او بیا خپرونه درته حسیبه شهید تیاروي. د خپرونې ټولې تازه او پخوانۍ برخې پر دې پاڼې اورېدای شئ.
د (پښتانه، په نړۍ کې) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. په دې پروګرام کې به تاسو د پښتنو د اصل و نسب، تاريخ، ژبې او د نړۍ بېلا بېلو سيمو، په ځانګړې توګه لوېديځ ته د دوی د کډوالۍ يا هجرت په اړه مالومات واورئ. دا پروګرام هره پنج شنبه يا زيارت د ماسپښين پر ۳ بجې (کابل) او ۳:۳۰ (پېښور) او په تکراري ډول هره يکشنبه يا اتوار د ماځيګر پر ۴ بجې (کابل) او ۴:۳۰ (پېښور) اورېدلای شئ. د پروګرام وړاندي کوونکی احمد شاه اعظمي دی. د دې خپرونې ټولې پخوانۍ او تازه برخې تاسې پر دې پاڼه اورېدلای شئ.