د لاسرسي ځای

تازه خبر

مشال راډیو

د مشال راډیو کار، ماموریت او تګلاره

د مشال راډیو لنډه پېژندنه

مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

مشال راډیو د ازادې اروپا راډیو د پښتو ژبې څانګه ده. مشال راډیو یوه خپلواکه خبري اداره ده چې د نړيوالو رسنيو لپاره د امريکايي ادارې (يونايټېډ سټېټس اېجنسي فار ګلوبل ميډيا - یو اېس اې جي اېم) له لارې یې امریکايي کانګرس تمویلوي. د امریکا د قانون او د خبریالۍ له نړیوالو منل شویو اصولو سره سم، مشال راډیو د خپلو اورېدونکو، لوستونکو او لیدونکو لپاره پر واقعیتونو ولاړ، بې پرې او مسلکي خپرونې کوي. د امریکا حکومتي چارواکي او د خپرونو د مشرانو اداره د مشال راډیو په خپرونو کې لاسوهنه نشي کولای.

د ازادې اروپا راډیو په ۲۲ هېوادونو کې په ۲۶ ژبو فعالیت کوي.

ماموریت

د ازادې اروپا راډیو، چې مشال راډیو یې یوه څانګه ده، ماموریت په هغو هېوادونو کې د خبرونو او خپرونو له لارې د جمهوري ارزښتونو او ادارو پرمختیا او بشري حقونو ته وده ورکول دي چې پکې پر خپلواکه رسنیو بندیز دی او یا پکې په بشپړ ډول نه دي جوړې شوې.

د مشال راډيو خبریالان هغه مطالب وړاندې کوي چې ډېری خلک یې په خپلو سیمو کې نشي ترلاسه کولای. د مشال راډیو خبریالان ناسېنسر (ناسانسور) شوي خبرونه او ازاد بحثونه وړاندې کوي. مشال راډيو د فشار یا د چا د اغېز له هڅو څخه له ډارېدو (وېرېدو) پرته، د بې پرې ژورنالېزم تر ټولو اعلا معیارونه په پام کې نیسي او د واقعیتونو وړاندې کولو هڅه کوي.

تګلاره

مشال راډیو د ولسواکۍ یا ډېموکراسۍ او د بشري حقونو ملاتړ کوي چې په جمهوري هېوادونو کې عام دی. خو له دې سره سره مشال راډیو د کومې ځانګړې تګلارې یا پالیسۍ او یا هم د قانون ملاتړ نه کوي او نه هم کومې څوکۍ ته د چا د انتخابېدو یا انتصابېدو ملاتړ کوي.

مشال راډيو همداراز، د سختدریځو د پروپیګنډې پر وړاندې پر واقعیتونو ولاړه متبادله مفکوره، خبرونه، شننې، تبصرې او خپرونې کوي.

مشال راډیو، لکه څنګه چې په هېلسېنکي کې د اروپا د امنیت او همکارۍ د غونډې (کنفرانس) په وروستي سند کې ویل شوي، د خپل برخلیک په باب د خلکو د حقوقو ملاتړ کوي. خو له دې سره سره د مشال راډیو خپرونې او مطالب د بېلتونپالو یا تجزیه غوښتونکیو تایید او ملاتړ نه کوي.

مشال راډیو له نړیوالو منل شویو اصولو او نورمونو سره سم، د ټولو خلکو د سفر او مهاجرت د ازادۍ ملاتړ کوي. خو له دې سره سره مشال راډیو په خپلو خپرونو او مطالبو کې خلک مهاجرت ته نه هڅوي.

مشال راډیو یوه خبري رسنۍ ده نو لومړی درته دا روښانوو چې د مشال راډیو ټول خبریالان یا د دې راډیو کارکوونکي کوم ډول اصول په پام کې نیسي.

د مشال راډیو ټول خبریالان یا د دې راډیو کارکوونکي پر لاندېنیو اصولو عمل کوي.

کره والی

د مشال راډیو خبریالان تر پوره وسې هڅه کوي چې د انټرنېت له لارې د خپرېدونکو مطالبو په شمول یې درست راپورونه او خبرونه دقیق اوکره وي. که په کوم مشخص مورد کې شک یا اختلاف موجود وي، خبري معلومات لږ تر لږه د دوو خپلواکو سرچینو پر بنسټ برابرېږي.

د مشال راډیو خبریالان داسې مطالب نه خپروي چې د اوازو یا نا تایید شویو معلوماتو پر اساس وي.

که په کوم خبر یا رپورټ کې تېروتنه وشي، نو ژر تر ژره یې سموي.

بې پریوالی او انډول ساتنه (توازن)

مشال راډیو ټول معلومات له واقعیتونو سره سم وړاندې کوي چې د پېښو او مسایلو په اړه د خلکو د پوهېدو سطحه لوړه شي او کوم لور ته له تمایل او تحریفه پرته معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړي.

د مشال راډیو خبریالان په دقت مخالف یا متفاوت نظرونه په داسي ډول وړاندې کوي چې په ټولو مسلو کې یې انډول ساتلی وی. که د راپور د اڼدول ساتلو لپاره د یوې ډلې یا شخص نظر مهم وي او هغه له څه ویلو ډډه کوي، د مشال راډیو خبریالان یې هرومرو یادونه کوي.

مشال راډیو د واکمنې یا مخالفې ډلې، تنظیم، تجارتي یا نورو سازمانونو د هېڅ سیاسي ګوند یا مذهبي ډلې ملاتړ نه کوي او نه د کومې سیاسي، قومي یا مذهبي نظریې تبلیغ، تایید یا سپارښتنه کوي.

شننې، تبصره او سر مقاله

د مشال راډیو ټول راپورونه او نور مطالب باید د موضوع د سابقې په باب ضروري معلومات او توضیحات ولري چې له اورېدونکي سره د موضوع په ښه پوهېدو او د وړاندې شویو معلوماتو د پایلو په رسولو کې مرسته وکړي. خبریالان خپل شخصي قضاوت یا نظر په راپورونو کې نه ورګډوي.

د مشال راډیو خبریالان له تبصرو ډډه کوي ځکه چې غوره بولي چې نظریې وڅېړل شي. د مشال راډیوکارکوونکي یوازې په استثنايي مواردو کې په دې شرط تبصرې لیکلی شي چې مخکې ترمخکې د خپرونو رييس یا مرستیال ورسره موافقه کړې وي. مشال راډیو هغه وخت له ادارې بهر د نورو کارپوهانو تبصرې خپروي چې له ټولو مسلکي معیارونو او اصولو سره سم وي.

د درناوي اصل ،نرمه اومعتدله ژبه

د مشال راډیو د خپرونو وړاندې کوونکي او د مطالبو لیکونکي تل له نرمې او منځلارې ژبې کار اخلي چې دا ټولو انساني حقونو ته د درناوي د اصل د رعایتولو او د منطقي دلایلو پر اساس د متمدن سلوک ښکارندويي کوي. په خپرونو او مطالبو کې داسي مواد نه شاملوي چې د کوم چا یا ډلې مذهبي، قومي، ټولنیز – اقتصادي یا کلتوري باورونو ته سپکاوی ګڼل کېږي او په ټولو مطالبو کې د درناوي او ادب معیارونه په نظر کې ساتي.

مشال راډیو په مطالبو او خپرونو کې له داسې شیانو له شاملولو ډډه کوي چې لمسوونکي وي یا د تاوتریخوالي لوري ته د خلکو احساسات پاروي. د ناکراریو یا د کړکېچن حالت په اړه خپرونې باید انډولې او د حقیقت پراساس وي.

اخلاقي اصول

د مشال راډیو کارکوونکي او د دې راډیو د خپرونو همکاران په خپل سلوک او چلند کې لوړ اخلاقي اصول رعایتوي. دوی له افرادو، ډلو، د دې راډیو د خپرونو د ساحې په داخل یا ورڅخه دباندې له سیاسي یا تجارتي موسسو سره په خپلو اړیکو کې د شخصي ګټو له شاملولو څخه ځان ساتي.

د مشال راډیوکارکوونکي او همکاران په هېڅ ډول د دې راډیو له نوم او اعتباره د شخصي ګټو او شهرت په خاطر ګټه نشي اخېستای.

XS
SM
MD
LG