د لاسرسي ځای

تازه خبر

د رحمان بابا عرس لمانځل کېږي


د رحمان بابا عرس لمانځل کېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:53 0:00

د پښتو ستر صوفي شاعر عبدالرحمان بابا عرس چې هر کال د اپریل په لومړۍ اوونۍ په پیښور کې د هغه پر مزار لمانځل کېږي، خو دا ځل به د اپریل پر څلورمه او پنځمه نېټه لمانځل کېږي. د رحمان ادبي جرګې له اړخه به یوه لویه مشاعره هم کیږي او د هغه پر مزار به قوالیانې او د نوموړي کلام ویل کېږي. د رحمان بابا مینه والو او د بابا د مزار خدمتګارانو او منجوریانو د عرس تیاریانې پیل کړې دي. د مشال راډیو همکار خالد خان د پېښور هزارخوانۍ کې د بابا مزار ته تللی دی او دغه ویډیو يې رالېږلې ده. یاده دې وي چې په ۲۰۰۹ م کال کې وسله والو د رحمان بابا مزار په بمونو وران کړی و چې بیا وروستو د خېبر پښتونخوا تېر حکومت په ۲۰۱۲ م کال د خدای بخښلې بشیر احمد بلور په مشرۍ کې د مزار موجده ودانۍ آباده کړه.​

XS
SM
MD
LG