د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ له یوه کوره ۲۶ پښتنې کوچنۍ نجونه ترلاسه شوې


د کراچۍ له یوه کوره ۲۶ پښتنې کوچنۍ نجونه ترلاسه شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:10 0:00

د کراچۍ پوليسو بېګا شپه د دغه ښار په لياقت اباد سيمه کې له يوه کوره ۲۶ کوچنۍ نجونې تر لاسه کړې چې د ځايي پولیس چارواکي په خبره دغه ماشومانې د کراچۍ د ګورو مندر له يوې مدرسې دغه کور ته راوستل شوې دي. پولیس افسر غوث بخش نن سهار مشال راډيو ته وويل چې د مدرسې ملازم او د کور مالک يې نيولي دي او په دې اړه پلټنې ورڅخه کوي. د دغو ماشومانو نجونو عمرونه د نهو و او ديارلس کلونو په منځ کې دي چې ټولې پښتنې او د قبايلي سيمې باجوړ اېجنسۍ سره تعلق لري.

XS
SM
MD
LG