د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمسو! ښکاریان معلوم وي


افغان فلم ستوری مرتضا با اقرا او د مشال همکار نجیب عامر
افغان فلم ستوری مرتضا با اقرا او د مشال همکار نجیب عامر

په انګلیسي ژبه کې وايي «دنیا یو کلی دی» ریښتیا وايي، جنګونو د نورو افغانانو ترڅنګ د فلمونو لوبغاړي هم خواره واره کړل. که جنګونه او تحولات نه وای راغلي ښايي د کونډې زوی سیریال به لا هم پسې غځېدلی وای.

« شمسو ښکاریان معلوم وي . » که د کونډې زوی سیریال مو کتلی وي، نو ښايي د « شادګل » دغه ډایلاګ به مو هم په یاد پاتې وي. ممنون مقصودي « شادګل » چې له کوم شمسو سره په سیریال کې دا خبره کوي، هغه « مرتضا با اقرا » نومیږي. نوموړی دافغانستان راډیو تلویزون او افغان فلم تکړه لوبغاړی دی چې د کونډې زوی سیریال ترڅنګ یې په ګڼو نورو سیریالونو، تمثیلي پارچو او فلمونو کې هم په زړه پورې کار کړی دی.

په انګلیسي ژبه کې وايي «دنیا یو کلی دی» ریښتیا وايي، جنګونو د نورو افغانانو ترڅنګ د فلمونو لوبغاړي هم خواره واره کړل. که جنګونه او تحولات نه وای راغلي ښايي د کونډې زوی سیریال به لا هم پسې غځېدلی وای. همداسې په سلګونو نور هنري سیریالونه او فلمونه به هم جوړ شوي وای ، خو درېغه چې داسې ونشول. جنګونو افغان نسلونه و ځورول او د کډوالېدو کیسه همداسې پرمخ ولاړه.

مرتضا با اقرا د امریکا میشتو لیکوالو منشي عبدالقیوم ، شریف هیواد دوست او د مشال د همکار نجیب عامر سره
مرتضا با اقرا د امریکا میشتو لیکوالو منشي عبدالقیوم ، شریف هیواد دوست او د مشال د همکار نجیب عامر سره

خبره مې له شمسو یا د مرتضا با اقرا پیل کړې وه، بیرته ورته راګرځمه او دا هم درته وایمه چې د دې بلاګ د لیکلو پلمه څنګه را پیدا شوه. دا څو ورځې کېږي چې په امریکا کې یم، هغه بله ورځ د ځینو لیکوالو دوستانو عارف خزان ، منشي عبدالقیوم او شریف هېواد دوست سره په یو افغان ریستورانت کې ناست وم، چې با اقرا رستورانت ته راننوتلو. موږ هلته د ډوډۍ په انتظار وو، او دی راغلی و چې وار له مخې په ټیليفون ارډر کړې ډوډۍ له ځانه سره یوسي. په ولاړه ولاړه مو ورسره خبرې وکړې. ډیره مینه یې راکړه. د ډېرو خبرو او مرکې وخت نه و، خو بیا یې هم ښه او ګټور معلومات راسره شریک کړل.

مرتضا با اقرا د دې باوجود چې مورنۍ ژبه یې پښتو نه ده ، خو نه یوازې دا چې په کونډې زوی سیریال کې ښایسته او روانه پښتو وايي بلکه په عادي ژوند کې هم په پښتو ژبه روانې خبرې کوي.

د کونډې د زوی مرکزي لوبغاړی شادګل اوس زوړ شوی ، شمسو هم هغسې نه دی پاتې لکه چې تاسو د سکرین په پرده لیدلی و؟ خو جذبه یې لا ځوانه ده، د نورو هنري کارونو د ترسره کولو هوډ لري، خو اوس به څوک هغسې هنري سیریالونه جوړ کړي؟ اوس خو د پښتو فلمونه او ډرامې د تاریخ له ستر زوال سره مخامخ دي. پته نه لګي چې دوی د چا په لمسون له پښتو سره دا ډول ستره جفا کوي؟

مرتضا با اقرا وايي: په ۱۹۹۲ کال کې امریکا ته راغلی، دلته د نورو افغانانو ترڅنګ په خوارۍ مزدورۍ بوخت دی. په منځ منځ کې یې په ځینو فلمونو کې هم کار کړی. هغه فلمونه چې دلته په امریکا کې د افغانانو له خوا جوړ شوي. د « Why » په نوم د یو افغان فلم یادونه یې وکړه چې ډایریکټر یې سعید اورکزی دی. نوموړی وايي دا مهال افغان فلم جوړونکي هم له ستر اقتصادي بحران سره مخامخ دي، دوی د جیب په پیسو او په ډیرو لږو امکاناتو فلمونه جوړوي او د فلم ستورو ته د حق الزحمې د ورکولو توان نه لري.

مر تضا با اقرا وايي دوه کاله وړاندې کابل ته تللی و، هلته یې له ممنون مقصودي سره ولیدل. د ده په وینا هغه ورته وویل چې تکړه فلم جوړونکی واحد نظري د ځینو هنري پروژو لپاره ورسره لیدل غواړي، خو بیا دوی د ځینو بوختیاوو له وجې سره مخامخ نشول.

افغان فلم ستوری مرتضا با اقرا او لیکوال عارف خزان
افغان فلم ستوری مرتضا با اقرا او لیکوال عارف خزان

په امریکا کې مېشت افغان لیکوال، شاعر او ژونالست عارف خزان ورته وویل: اوریدلې مې دي چې واحد نظري د کونډې زوی سیریال نوې برخې جوړول غواړي، خو با اقرا په دې خبره بې خبري ښکاره کړه او ویې ویل: له ممنون سره زما د امریکا شمېره شته، که زه یې پکار یم، نو ورک نه یم.

د افغانستان اطلاعاتو او کولتور له اوسني وزیر عبدالباري جهاني او د ولسمشر د فرهنګي مشاور اسدالله غضنفره د هنر مینه والو هیله کیږي چې د افغان فلم ادارې د بیا ودانۍ لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG