د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په کندز کې پر روغتون شوی برید یو تېروتنه وه”


د امریکا څېړنو په ډاګه کړې چې د افغانستان په کندز کې پر روغتون شوی برید د تېروتنې له کبله رامنځ ته شوې یو داسې پېښه وه چې ډډه ورڅخه کېدای شوه.

د امریکا څېړنو په ډاګه کړې چې د افغانستان په کندز کې پر روغتون شوی برید د تېروتنې له کبله رامنځ ته شوې یو داسې پېښه وه چې ډډه ورڅخه کېدای شوه.

دا خبره په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو کومندان امریکايي جنرال جان کمپیل د چارشنبې په ورځ په واشنګټن کې یو خبري غونډې ته د وینا پر مهال وکړه.

جان کیمپیل وویل، دا یو حادثاتي تېردونه وه او امریکايي ځواکونه به هیڅ کله پر روغتون او داسې نورو ځایونو برید ونه کړي.

نوموړي وویل چې له دې پېښې سره د نژدې تړاو لرونکو کسانو ماموریتونه یې معطله کړي دي.

خو جان کمپیل نه په دې کسانو کې د چا نوم واخیست او نه یې هم دا وویل چې ټول د څو کسانو ماموریتونه ځنډول شوي دي.

افغان ولسمشر اشرف غني د دې رپوټ د خپرېدو هرکلی کړی دی.

دا له هغه وروسته ده چې د روان کال د اکتوبر پر دریمه نېټه د افغانستان په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو پر یو روغتون د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې لږ تر لږه دېرش کسان وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG