د ترکيې له خوا د روس د جنګي الوتکې تر ويشتلو وروسته، د امريکې ولسمشر باراک اوباما او د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د ترينګلو حالاتو د کمولو په ضرورت سلا شوي دي. انقره وايي دغه الوتکې د ترکيې د فضايي حدودو سرغړونه کړې وه.
د وايټ هاوس يا سپينې ماڼۍ په يوه خبرپاڼه کې راغلي چې پرون يادو ولسمشرانو په ټيليفون خبرې کړي او د هغه کارونو په کولو يې زور راوړ چې د ورته پېښو مخنيوی کول يقيني کوي.وايټ هاوس او د اردوغان دفتر دواړو ويلي چې ولسمشر اوباما واضحه کړه چې امريکا او ناټو د ترکي د خودمختارۍ د دفاع د حق ملاتړ کوي.
په همدي حال کې روس ټينګار کوي چې پرون ويشتل شوې د دوی دغه جيټ الوتکه د شام په فضايي حدودو کې وه. د دغه الوتکو د دوو پايلټانو څخه يو يې په ياده پېښه کې وژل شوی دی. روسي ولسمشر ويلاديمير پوتين دا کار يو جرم او د شا له خوا په چاړه وهل يې بللي.
بلخوا اردوغان برون انقره کې وویل چې د روس دا جنګي الوتکه يې ځکه وويشتله چې په پنځوو منټو کې ورته لس ځله خبرداری ورکړل شو خو بيا هم د ترکيې فضايي حدونو ته له ننوتلو منع نه شوه.
د ترکیې سره همغږي يو او د خپل دغه متحد د زمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوو.ناټو
د ناټو مشر، ینس سټولټن برګ هم د ترکيې او روس تر منځ د خبرو او ارمۍ غوښتنه کړې ده.
نوموړي په برسلز کې د ناټو د سفیرانو تر یوې بیړنۍ غونډي وروسته وویل: ((ترکیې د روس د هوايې ځواکونو د یوې الوتکې د نسکورولو په اړه خپلو متحدینو ته خبر ورکړ. ما له وړاندي د ناټو پولو ته نژدې د روسیې د پوځي اعمالو د عواقبو په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړې وه.))
د نوموړي په خبره د ناټو د نورو غړو هیوادونو ارزوني د ترکیې له هغو ادعاوو سره سمې دي چې وایې د روسیې جټ الوتکه د ترکیې فضایې حریم ته ننوتلې وه.
هغه زياته کړه چې دوی د ترکیې سره همغږي دي او د خپل دغه متحد د زمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوي.