د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناروې ته په سایکل تلونکي کډوال


کډوال له روسیې و ناروې ته په سایکلونو اوړي
کډوال له روسیې و ناروې ته په سایکلونو اوړي

د ناروې چارواکي وايي، دوی غواړي چې دا کډوال روسیې ته ستانه کړي ځکه چې دوی د هغه ځاي اسناد لري او هلته په قرار ژوند تېرولی شي.

اې ایف پي خبري اژانس په یو راپور کې لیکلي دي ـــ چې له پاکستان، تیونس او له یو شمېر نورو هېوادونو هره ورځ په زرګونو خلک تښتي او په ډیر یخ موسم کې په ډېرو ستونځمنو لارو ځان اروپا ته رسوي.

هره ورځ خواؤشا سل کډوال په اوږده خو محفوظه لاره، چې له روسیې څخه ناروې ته په سایکلونو پورېوځي. د روسیې چارواکو له دغه لارې په خپلو پښو په تګ بندیز لګولی دی او د ناروې حکومت وايي که دا مهاجرین په ګاډو کې یوسي نو د قانون له پلوه به په انساني قاچاق کې وګڼل شي.

له پاکستانه کډه شوي یو تن خبري اژانس ته ویلي ـــ په دغه سیمه کې هوا ډیره یخه شوې ده خو بیا هم د کډوالو د راتګ لړۍ دوام لري. هغوی په سایکل له دغې پولې تېریږي او هیله من دی چې په اروپا کې به ورته پناه ورکړل شي.

له تیونسه بېکوره شوی یو کډوال وايي، هغه لومړی په سټوډنټ ویزه روسیې ته لاړو او بیا په بیلا بیلو ستونزمنو لارو ناروې ته د تلو په هڅه کې دی.

خبري اژانس لیکي، سږ کال ۵۰۰۰ کډوال د روسیې او ناروې له پولو تېر شوي دي.

د ناروې چارواکي وايي، دوی غواړي چې دا کډوال روسیې ته ستانه کړي ځکه چې دوی د هغه ځاي اسناد لري او هلته په قرار ژوند تېرولی شي.

د تیونس یو اوسیدونکی وايي، هغه ناروې ته د رسېدو لپاره سایکل په یو سل پینځه پنځوس ډالره اخستی دی خو ځنې داسې کډوال هم شته چې هغه له ځان سره مالي پانګې نه لري او لا اوس هم د پولې هغه خوا ته په انتظار پراته دي.

XS
SM
MD
LG