د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل ـ کندهار پر لار تښتول شوي ۹ مسافر راخوشي شول


تر دې مخکې هم د کابل - کندهار پر لار ګڼ مسافر تښتول شوي وو چې د خلاصون لپاره يې مظاهرې هم شوي وي.
تر دې مخکې هم د کابل - کندهار پر لار ګڼ مسافر تښتول شوي وو چې د خلاصون لپاره يې مظاهرې هم شوي وي.

افغان چارواکي د پاتو اوو کسانو د راخوشي کولو لپاره يې هم هلې ځلې شروع کړي دي. د دوی په خبره پر لويو لارو يې امنيت زياته کړی او کوشش کوي چې د هويادوالو د سفر لپاره سوله ييز چاپيريال برابر کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د کابل - کندهار د لويې لارې پر سر د تښتول شوو مسافرو له ډلې څخه نهه تنه خوشي شوي دي.

وسله والو پرون د شنبې په ورځ له کابله کندهار ته له موټرو شپاړس کسان وو د زابل ولایت د نورک په سیمه کې ښکته او له ځان سره یې بوتلل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل چې دا کسان د قومي مشرانو او د امنیتي سرتېرو په هڅو را خوشې شوي او کوشش کيږي چې پاته اوه تنه هم ډېر ژر را خوشې شي.

هغه زياته کړه چې افغان حکومت یاده موضوع جدي نیولې او د کابل ـ کندهار د لويې لارې د امنیت د ټینګښت په هدف یې جدي هڅې پيل کړي دي.

صديقي وويل: ((موږ د پېښې تر رامنځته کېدو وروسته له خپلو ټولو امکاناتو کار اخیستی. د امنیتي سرتېرو پوستې او ګزمې مو زیاتي کړي دي. د دې ترڅنګ مو په ټولو ولایتونو کې په امنیتي سرتېرو کې تغیرات را وستي او پر لویو لارو مو د ملي پولیسو او ملي اردو ترمنځ پوره همغږي رامنځته کړي او په دې برخه کې مو نورې ډېرې هڅې هم کړي دي."

تر دې وړاندې هم د کابل ــ کندهار د لويې لارې پر سر یو شمېر مسافرین تښتول شوي وو.

شااوخوا اته میاشتې مخکې هم په یوه بله ورته پېښه کې۳۱ تنه مسافرین د کابل ــ کندهار لارې پر سر د زابل ولایت د شاجوۍ ولسوالۍ په سیمه کې د ناڅرګندو کسانو له خوا برمته شول چې تر څو میاشتو وروسته د افغان حکومت له خوا ځيني بيرته راخوشي شول. په دوی کې وسلهوالو اوه کسان ووژل چې له وجې يې کابل او نورو ولايتونو کې پراخه مظاهرې وشوي.

XS
SM
MD
LG