د لاسرسي ځای

تازه خبر

“داعش تر افغانستان زیات د پاکستان او ایران لپاره لوی خطر دی”


د امنیتي چارو کارپوه واحد طاقت وايي ، نړیوال په افغانستان کې د داعش خپرېدو د مخنیوي لپاره ګامونه نه اخلي.

پراګ: د اسلامي دولت وسله والې ډلې داعش د تېرې جمعې په شپه په پېرس کې لږ تر لږه ۱۲۹ کسان ووژل او تر دوه سوه یې زیات ټپیان کړل.

فرانس ، روس او امریکا د داعش له دې بریدونو وروسته په شام او عراق کې د دې ډلې پر ضد په خپلو عملیاتو کې توندي راوستې ده.

دا په داسې حال کې ده چې داعش په سیمه او په ځانګړې توګه د افغانستان په ختیځ کې له شاوخوا یونیم کاله راهسې نه یوازې فعاله ده بلکې یو شمېر کسان یې هم وژلي دي.

په افغانستان کې د دې ډلې په اړه بېل بېل نظرونه دي. په دې نظرلرونکو کې داسې خلک هم شته چې بهرني هېوادونه او په ځانګړې توګه لویدیځ د دې ډلې تر شا ولاړ بولي.

د امنیتي چارو کارپوه واحد طاقت وايي ، نړیوال په افغانستان کې د داعش خپرېدو د مخنیوي لپاره ګامونه نه اخلي.

ده وویل، “افغانستان هوايي ځواک او اړین هوايي پوځي وسایل نه لري چې له کبله یې افغان ځواکونه د ترهګرو ډلو پر وړاندې کمزوري دي هغه ځکه چې ترهګر قوي ملاتړي لري “.

واحد طاقت وویل ، لکه څنګه چې نړۍ د افغانستان له ګاونډي هیوادونو پاکستان او ایران سره څنګه پوځي مرستې کوي هغسې یې له افغانستانه سره نه دې کړي.

په کابل کې د سیاسي او څېړنیزو چارو شنونکی حکمت اعظمي وايي ، داعش یوازې د افغانستان لپاره نه بلکې د ټولې سیمې او په ځانګړې توګه د پاکستان او ایران لپاره ډېر خطر دی.

نوموړی وايي ، په کار ده چې د دې ډلې په وړاندې د سیمې هیوادونه له یو بل سره د روښتونې همکارۍ پر اساس یو ګډه تګلاره جوړه کړي.

حکمت اعظمي زیاته کړه ، “داعش د خپلو هدفونو او فعالتونو لپاره دلته سرحد نه دی ټاکلی ، نو دا یوازې د افغانستان د حکومت کار نه دی بلکې د سیمې ټول هیوادونه چې له دې خطر سره مخامخ دي ، باید لاس سره یو کړي”.

که څه هم داعش ډله له پاکستان سره د افغانستان په ځینو ختیځو ولایتونو کې فعاله ده خو پاکستاني چارواکي په خپله خاوره کې د دې ډلې له شتونه انکار کوي.

په اسلام اباد کې د امنیتي چارو کارپوه او د پاکستاني پوځ پخواني برېګېډییېر سعاد محمد خان وايي ، د پاکستان دا خبره سمه نه ده چې داعش په پاکستان کې شتون نه لري.

ده وویل ، که څه هم داعش په منظمه توګه دلته نه دی رامنځ ته شوی خو په دې کې شک نشته چې د سیمې لپاره د داعش دوه ټاکل شوي لوړپوړي کسان لکه سعید خان اورکزی او شاهدالله شاهد خو د پاکستان وو.

برېګېډیر سعاد محمد خان وویل ، “د دې ډلې پر ضد داسې ګډه تګلاره او عملیات په کار دي چې د ملکونو یا ډلو تر ګټو بالاتر وي”.

الدولة الإسلامية في العراق والشام (داعش) هغه سني وسله واله ډله ده چې په عراق او شام کې یې یو شمېر سیمې نیولې دي او هلته یې د دوی په وینا ، ًاسلامي خلافت ً جوړ کړی دی. یادې ډلې د ځینو مهمو لویدیځوالو او عراقي قبایلو په ګډون په زرګونه کسان وژلي دي.

داعش د روانې میاشتې پر ۱۳مه نېټه په لومړي ځل په اروپا کې د فرانس په پلازمېنه پېرس کې یو شمېر بریدونه وکړل چې لږ تر لږه ۱۲۹ کسان پکې ووژل شو او شاوخوا دوه سوه نور ټپيان شو.

XS
SM
MD
LG