د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له ګوانتانامو پینځه زندانیان اماراتو ته سپارلي.


ګوانتانامو زندان
ګوانتانامو زندان

پېنټاګان وايي، د ((متحده عرب اماراتو حکومت مننه کوي چې د ګوانتانامو زندان تړلو په هڅو کې ورسره همکارۍ ته تیار دی.))

د امریکا دفاع وزارت د نومبر پر ۱۵مه وویل، دا پینځه یمني وګړي متحده عرب اماراتو قبول کړي دي. د دفاع وزارت وايي، دا کسان اوس امریکا ته هېڅ ګواښ نه پېښوي.

پېنټاګان وايي، د ((متحده عرب اماراتو حکومت مننه کوي چې د ګوانتانامو زندان تړلو په هڅو کې ورسره همکارۍ ته تیار دی.))

بیان وايي، دا کسان د شنبې «خالي» پر ورځ اماراتو ته ورسېدل. د دې کسانو نومونه علي احمد محمد الرازحي، خالد عبدالجبار محمد عثمان القدسي، عادل سعید الحج عبید البصیص، سلیمان عوض بن عقیل النهدي او فهمي سالم سعید العساني دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، دا د ((ټيټې کچې)) یمني بندیان ول چې بې له رسمي تورنېدو یې په زندان کې ۱۴ کاله تېر کړل.

په دوی کې هېڅ کس په رسمي ډول په جنایت تورن نه شو خو دوی د مخالفو وسله والو په نوم نیول شوي ول.

دا زندانیان یمن ته ځکه وانستول شول چې امریکا فکر کوي هغه هېواد ډېر بې ثباته دی او له ګوانتانامو زندانیان نشي منلای.

د دې کسانو اماراتو ته له انتقال سره اوس په کیوبا کې په پروت ګوانتانامو زندان کې د بندیانو شمېر ۱۰۷ ته ښکته شو. له ۲۰۰۲ز کال راهیسې په هغه زندان کې ټول ۷۸۰ کسان بندیان ول.

امریکايي ولسمشر باراک اوباما له ۲۰۰۹ز کال راهیسې هڅه کوي چې دا زندان وتړي خو د کانګرس له مخالفت سره مخامخ دی.

په ګوانتانامو کې اوس هم د ۲۰۰۱ز کال د سېپټېمبر بریدونو په منصوبه بندۍ تورن کسان بندیان دي چې پکې د دې بریدونو پلان جوړوونکی خالد شیخ محمد هم شامل دی چې پخپله یې د خپل جرم اقرار کړی دی.

XS
SM
MD
LG