د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاریس کې د یو پښتون خبریال د سترګو لیدلی حال


پاریس کې مېشت پښتون خبریال سعید هاشمي
پاریس کې مېشت پښتون خبریال سعید هاشمي

سعید اقبال هاشمي د پېښور اوسیدونکی اوس مهال د فرانسې په پاریس ښار کې ژوند کوي. پاریس دوه ورځې وړاندې د څو دردونکیو پېښه شاهد و . د ترهګرۍ بریدونو کې ۱۲۹ کسان مړه او درې نیم سوه نور ژوبل شول.

سعید هاشمي وايي د پاریس خلک د ترهګرۍ د دا ډول پېښو سره بلد نه دي او داسې ګومان کوي لکه د کوم « وړکي قیامت » سره چې مخ شوي وي

. دی وايي خلک ډیر زیات ویریدلي دي. دی زیاتوي لا هم د حکومت لخوا ځیني محدودیتونه په خلکو لګول شوي او ژوند به ورو ورو عادي حالت ته راګرځي.

د فرانسې حکومت درې ورځنی ماتم اعلان کړی چې نن یې وروستۍ ورځ ده ، خلک په هغو ځایونو کې شمعې بلوي چې چیرته ولسي خلک د ترهګرۍ د بریدونو ښکار شول.

پاریس کې خلک د پېښې ځای کې ګلونه ږدي
پاریس کې خلک د پېښې ځای کې ګلونه ږدي

سعید اقبال هاشمي وايي په پاریس ښار کې زیات شمیر کې مسلمانان هم ژوند کوي او دی ګڼي چې د اسلام او د مسلمانانو لپاره به د ځايي خلکو حساسیت یو څه را وپاریږي.

د سعید هاشمي سره ګل ایاز مرکه کړې چې دلته یې اورېدلی شئ :

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:36 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG