د لاسرسي ځای

تازه خبر

امجد شهزاد وايي د نوي البم له لارې ولس ته شعور ورکول غواړي


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته راغلاست.

په نننۍ خپرونه کې د ملاکنډ سندرغاړي، لیکوال او فعال امجد شهزاد نوي البم (د امن وزر) په اړه غږېدلي یو. شهزاد وايي، په نوي البم کې یې غزلونه او سندرې دي.

د ده په خبره، البم یې پر انټرنیټ خپور کړی.

شهزاد وايي، موسیقي یې د روزګار وسیله نه ده بلکې دا یې شوق او یو ډول مشن یا دنده ده چې له دې لارې غواړي ولس ته شعور ورکړي.

په پاکستان کې د نشر حقونو یا کاپي رایټس پر قانون د عمل نه کېدو له کبله د ډېرو موسیقارانو او سندرغاړو هنري کارونه اغېزمن شوي دي. امجد شهزاد وايي، دا د ټولو هنرمندانو، ټولنو، شاعرانو او پوهانو دنده ده چې داسې یو حل راوباسي چې د هنرمندانو پنځونې یا تخلیقات په ناقانونه ډول خپاره نشي.

له نوموړي سره نورې خبرې او د هغه نوي البم سندرې په سندرو امېل کې درخپروو.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

د امجد شهزاد نوی البم او د هغه خبرې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:23:36 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG