د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهاریو ولسونو له امنیتي ځواکونو سره ملاتړ وښود


ننګرهار کې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره جوړه شوې غونډه
ننګرهار کې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره جوړه شوې غونډه

د ننګرهار ولسونو، دينې عالمانو او د ولسي جرګې استازو د يوې غونډې په ترڅ کې د دغه ولايت د امنیت ساتلو لپاره د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړ.

دغه غونډه چې د دوشنبې په ورځ د جلال اباد ښار په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه، په ولايتي چارواکو سربيره په کې د افغانستان په ولسي جرګه کې د ننګرهار يو شمير استازو، د ولایتي شورا غړو، دیني عالمانو او د بیلابیلو ولسواليو قومي مشرانو ګډون کړی و.

د افغانستان په ولسي جرګه د ننګرهار د خلکو استازي فریدون مومند په خپلو خبرو کې وويل، که د ننګرهار ولسونه د پردیو د یرغل پر وړاندې متفق نه شي، نو زموږ د ټولو وجود به له منځه ولاړ شي.

»موږ باید د خپل وطن، د خپل حکومت او د خپلو خلکو د دفاع لپاره باید لاسونه ورکړو او ټول سره په يوه اواز او يوه اتفاق باندې د خپل وطن ساتنه وکړو. ځکه که دغه وطن موږ ونه ساتو، موږ هم له منځه ځو»

د ننګرهار د دیني عالمانو د شورا يو تن غړي مولوي عبدالظاهر حقاني په خپلو خبرو کې وويل، هغه څوک چې د افغانستان ملي اردو او پوليس وژني، د هغوی مرګ روا دی.

«د داسې خلکو چې هغه تا وژني، که هغه د عالم په جامه کې وي، که هغه د عرب په جامه کې وي، که هغه که هغه د چيچين او اوزبک په جامه کې وي او که هغه ستا خپل پښتون وي، او ستا مسلمانه اردو او پوليس وژني، چې ستا د خاورې حفاظت کوي، د هغه مسلمان وژنه ځانته جهاد ګڼي، د داسې خلکو وژلو ته په کلکه ودريږئ»

د شینوارو يو تن قومي مشر ملک سید حکیم په خپلو خبرو کې وويل، هر هغه څوک چې له شینوارو سره په دې لوی غم کې ځان شريک بولي، دوی يې تر شاه ولاړ دي.


«هره هغه څوک چې په هر ځای کې وي او هره جامه کې وي، او د ننګرهار د خلکو اواز اوري او په دې غم کې ورسره شريکيږي، موږ يې تر شاه ولاړ یو. هغه که د پارلمان وکيل وي، هغه که د ولایتي شورا وکیل يې، هغه که د ننګرهار پوليس يې، هغه که د ننګرهار والي وي او هغه که د ننګرهار يو غریب وګړی وي، او موږ سره په دې غم کې شريک وي، موږ يې تر شاه ولاړ يو»

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي په ولسونو غږ وکړ چې افغان ملي ځواکونه به خپلې سینې د دښمن ګوليو ته سپر کوي او ولس ته به يو پرامنه چاپيريال رامنځته کوي.

«اوله مرمۍ اول ګوزار همدا نظاميان همدا سربازان چې د دوی شعار د خپل ولس نه دفاع ده اول به دوی مخکې وي. چې کله ساحه موږ تصفیه کړه، بیا به لکه چې په کوټ ولسوالۍ کې ولسونه خپل امنیت ساتي، بیا به وروسته موږ ولس ته هغه ټول امکانات برابرو چې خپل امنیت پخپله وساتي»

د يادولو ده چې د کندوز ولایت له ناورین نه وروسته په ننګرهار کې داسې اوازې خپرې شوې وې چې ګوندې دغه ولایت به هم سقوط وکړي او د دولت د مخالفینو لاسونو ته به ولویږي، خو د ننګرهار چارواکو دغه اوازې بې بنسټه وبللې او ولسونو ته يې ډاډ ورکړ چې ملي امنیتي ځواکونه به د خپلو وینو په قيمت د ننګرهار او ټول افغانستان ساتنه کوي.

XS
SM
MD
LG