د لاسرسي ځای

تازه خبر

'زده کړه د نجونو حق' د یونیسکو او پاکستان ګډ پروګرام


د یونیسکو او پاکستان استازي د 'زده کړه د نجونو حق' پروګرام پیلولو اعلان کوي
د یونیسکو او پاکستان استازي د 'زده کړه د نجونو حق' پروګرام پیلولو اعلان کوي

د دې پروګرام ځانګړنه دا ده چې د ملاله فنډ ټرسټ تر سیوري لاندې شروع شوی دی او د پاکستان حکومت هم ورته فنډ ورکړی دی.

پاکستان کې په ابتدايي کچه نجونو ته د زدکړو رسولو، یو ښه معیاري تعلیم او محفوظه تعلیمي چاپېریال ورکولو لپاره د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو تعلیمي چارو ادارې یونیسکو په ګډه د اووه ملینه ډالرو یو پروګرام پیل کړی دی.

د دې پروګرام پیل نن زیارت ورځ په اسلام اباد کې «زده کړه د نجونو حق» وکړل شو.

دا پروګرام «زده کړه د نجونو حق» به د ملک په هغه دوولس ضلعواو یونین کونسلونو کې پلی کېږي چې تعلیم رسولو کې ستونزې لري.

په دې کې به مهمند ایجنسي، د بلوچستان جعفر اباد او نصیر اباد، د خیبر پښتونخوا کوهستان ضلع، د ګلګت بلستان هنزه ، د اسلام اباد ترنول او نیرول ، د سند صوبې ترپارکر ضلع او د پنجاب په مظفر ګړ او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر نیلم وادي او هټیا شاملې دي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د پاکستان لپاره د یونسیکو استازې او ډایرېکټر جنرل ویبیکې جینسن وویل چې د تعليمي پروګرام بنیادي موخه یې په لرې شاته پاته سیمو کې ګڼې نجونه ابتدايي ښوونځيو کې داخلول دي.

د دې په وینا، دغه سیمې یې ځکه غوره کړې چې د پاکستان حکومت او غیر سرکاري تعلیمي ادارو له رسيدګۍ پاتې شوې دي .

"دا وړومبی ځل دی چې د پاکستان حکومت د جینکو یو تعلیمي پروګرام نافذولو لپاره یونیسکو ته پیسې ورکوي. دا یو نوی پیل دی. موږ ویاړو او خوشاله یو چې په نویو طریقو او د نوې کړنلارې له مخې به پسمانده علاقو او جینکو ته د تعلیم رسولو هڅې وکړو. دا علاقې له ډېرې مودې راهیسي پاتې شوې دي او موږ دا ښودل غواړو چې په دغه لرې پرتو سیمو کې جینکو ته تعلیم په اړه مشکلات شته خو د دې باوجود د هغوی لپاره کار کیدای شي"

د پاکستان د تعلیم وفاقي وزیر مملکت بلیغ الرحمان په دې مهال وویل چې، «وخت سره سره به تاسو وګورئ چې نوي پروګرامونه به پېلېږي او هغه به د نجونو تعلیم ته پاملرنه کوي. دا پروګرام وفاقي حکومت له یونیسکو سره په ګډه د صوبو په سلامشوره پیل کړی دی او ډېر زر به د تعلیم لپاره نور پروګرامونه هم شروع کېږي»

په دې غونډه کې د څلورو واړو صوبو د تعلیم د محکمو چاوراکو ګډون کړی وو.

د بلوچستان د صوبایې اسمبلۍ غړې راحیله حامد خان دراني په دې موقع له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د جینکو تعلیم لپاره نه صرف د حکومتونو کوششونه پکار دي بلکې فنډونه هم ورته اېښودل پکار دي.

د دې په وینا چې د بلوچستان صوبایې حکومت د تعلیم لپاره په هنګامي بنیادونو کار شروع کړی دی.

"زه ګورم چې زموږ په قبایلي نظام کې جینکو ته د تعلیم حاصولو په اړه خنډونه اوس هم شته، که څه هم موږ د دغه خنډونو مخنیوي لپاره کوششونه کوو خو مشکلات لا شته خو ګڼم چې وخت سره سره به موږ په دې کار وکړای شو په نړې کې داسې څه هم مسله نشته چې هغه هواره نه شي"

د پاکستان د تعلیم د وزارت په وینا چې له بده مرغه پاکستان د ۲۰۱۵ م کال لپاره د ملګرو ملتونو تعلیمي هدف ترلاسه نه کړو خو حکومت دا عزم لري چې ۲۰۳۰ م کاله به ټول تعلیمي اهداف ترلاسه کړي او د جینکو پشمول هر یو ماشوم ته تر ښوونځي رسېدل رسایې ممکنه شي.

XS
SM
MD
LG