د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د جلال اباد نوي ښاروال په کار پيل وکړ


د افغانستان د ولسمشر په فرمان له اوږده ځنډ وروسته د جلال اباد ښار لپاره د نوي ښاروال له ټاکلو وروسته د يوې غونډې په تر سره کولو سره خلکو ته وروپيژندل شو او په کار يې لاس پورې کړ.

د افغانستان د ولسمشر په فرمان له اوږده ځنډ وروسته د جلال اباد ښار لپاره د نوي ښاروال له ټاکلو وروسته د يوې غونډې په تر سره کولو سره خلکو ته وروپيژندل شو او په کار يې لاس پورې کړ.

د جلال اباد ښار د نوي ښاروال د پيژندلو په مراسمو کې چې د سیشنبې په ورځ په شاهي ماڼۍ کې تر سره شول، د ننګرهار پر اداري چارواکو سربيره په کې د ولایتي شورا استازو او د جلال اباد ښار ګن شمير اوسیدونکو ګډون کړی و. د ښاروال د پيژندلو په دې مراسمو کې د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د ښاروالي له منسوبینو څخه غوښتنه وکړه چې له خپل نوي ښاروال سره د چارو په سمون کې پوره مرسته وکړي.

(( چيرته چې د ښاروالۍ مسووليت دی، سسټمونه به ورته جوړوي چې هم د ښاروالۍ د کارمندانو په کار کې اسانتیاوې راشي، او هم څه چې د ښاوراليو مسووليت دی او د خلکو غوښتنه ده، هغې ته درسته رسیدګي وشي. نو غوښتنه مې د ښاروالۍ د ټولو کارمندانو نه دا ده چې خپل نوي ښاروال سره اوږه په اوږه ودريږي، ځوان دی، انشاالله چې ستاسو په خدمت کې به وي.))

د ننګرهار د ولایتي شورا منشي اجمل عمر په خپلو خبرو کې وویل چې د ښاروالۍ عوایدو باندې مافیايي کړۍ مسلطې دي، باید چې لاسونه يې لنډ شي.

(( هغه مافیايي کړۍ چې په ښاروالۍ کې موجودې دي، باید چې له هغوی سره جدي مبارزه وکړې، ولایتي شورا او ولسونه ستا تر څنګ ولاړ دي.))

د افغانستان د سيمه ييزو ارګانو د ښارواليو عمومي ریيس عبدالباقي پوپل په خپلو خبرو کې وويل، چې د جلال اباد ښاروالي د ملک په کچه څلورمه ښاروالۍ ده خو تر ډیرو وړو ښارواليو يې عوايد کم دي. نوموړي له نوي ښاروال څخه غوښتنه وکړه چې خپل عواید لوړ کړي.

(( د جلال اباد ښاروالي د لشکرګاه له ښاروالۍ څخه عواید ډير کم دي، دا حتماً ډير دلایل لري، یا به خلک همکاري نه کوي، یا به د مدیريت کچه کمه وي، یا به ا ختلاس موضوع وي. موږ له ښاروال صیب نه دا تمه لرو چې دا پروسه په ډیر سستماتیک ډول تعقیب کړي، چې ولې د جلال اباد د ښاروالۍ عواید تر لشکرګاه د ښاروالۍ کم دي.))

د جلال اباد ښار نوي ښاروال حميډالله افغان ژمنه وکړه چې د عوايدو د لوړيدو او د درغليو د مخنیوي په خاطر به خپل ټول سسټم کمپيوټري کوي.

(( د جلال اباد ښار عواید په نظم شکل تر اوسه نه دي راټول شوي. یو دلیل يې شاید اختلاس وي، یو دلیل يې شايد دا وي چې منظم مدیريت وجود ونه لري او دلیل يې شاید دا وي چې دلته ظرفیت نه وي. د سيمه ييزو ارګانونو په اداره کې موږ له ډونرانو سره په يوه سسټم کار کوو چې کمپيوټري سسټم ته واړوو، چط شفافیت په کې منځته راشي او د اختلاس څخه مخنیوی وشي.))

نوي ښاروال ژمنه وکړه چې د ښاروالۍ عواید په لوړوي او د جلال اباد ښار ته د ماسټر پلان له مخې وسعت ورکوي.

XS
SM
MD
LG