د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: له بې ځایه شويو کورنیو سره د مرستو کمپین پيل شو


د ننګرهار د سوداګرۍ او صنایعو خونو په ملي سوداګرو او شتمنو خلکو غږ وکړ چې په کندوز او ننګرهار کې د جنګونو له وجې بې ځایه شویو کورنيو سره دې مرستې ته راودانګي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او صنایعو خونو په ملي سوداګرو او شتمنو خلکو غږ وکړ چې په کندوز او ننګرهار کې د جنګونو له وجې بې ځایه شویو کورنيو سره دې مرستې ته راودانګي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او صنایعو خونو يو شمیر غړو په دغه ولایت کې په شتمنو او ملي سوداګرو غږ وکړ چې د په کندوز او ننګرهار کې د جنګونو له امله په زرګونو هغو بې ځایه شويو کورنیو سره دې نغدي او د خوراکي توکو مرسته وکړي چې له خپلو کورونو څخه راوتو ته مجبور شوي دي.

په همدې اړه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو صنعتي مرستيال حاجي بازمحمد د دوشنبې په ورځ په يوه مطبوعاتي ناسته کې خبريالانو ته وويل:

(( د سوداګرۍ د خونو غړيو او په ننګرهار کې په ټولو شتمنو غږ کوو چې په روانو جنګونو کې چې کوم خلک متظرره شوي، که دا د کندوز خلک دی او که زموږ د ننګرهار د دريو ولسواليو اچین، کوټ او هسکې مينې خلک دی، دوی له خپلو کورونو بې خایه شوي او د ننګرهار په شاوخوا سيمو کې میشت شوي، موږ غواړو چې هغوی ته د سوداګرۍ د خونې له لارې مرستې راټولې کړو، منسجمې کړو او په دې خلکو يې وویشو.))

د ننګرهار د صنعتکارانو ټولنې مشر حاجي ملنګ په ټولو صنعتکارو غږ وکړ چې له خپلو تولیداتو نه دې بې ځایه شويو کورنيو سره مرستې بیلې کړې.

(( په په ټولو صنتکارانو غږ کوم چې د کندوز او ننګرهار د بې ځایه شويو کډوالو سره دې مالي او د اجناسو مرستې وکړي.))

د ننګرهار د اصنافو ټولنو مشر ډاکټر مخلص ژمنه وکړه چې دوی به له خپل وس سره سم بې ځایه شويو کورنيو ته مرستې برابروي.

(( دوی ته د مرستو د رسولو په منظور باندې بايد ټول سره لاسونه یو کړو او په يوه اواز سره هغه مالي او مادي امکانات چې په وس لرو، د ننګرهار د سوداګرۍ د خونو له لارې به خپلې مرستې دوی ته رسوو. او دا مو هود کړی دی چې تر هغې پورې چې زموږ په وس کې وي، له خپلو دغو ورونو سره به مرستې ته دوام ورکوو.))

د یادولو ده چې د يوې سروی له مخې په ننګرهار کې تر ديرش زره کورنيو پورې خلک د جنګونو له امله له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي چې یو شمير يې خلکو په خپلو کورونو او حجرو کې ځای په

ځای کړي او يو شمير یې سرپنا هم نه لري.

XS
SM
MD
LG