د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د سپین غر بازان ونازول شول


د سپین غر بازانو لوبډله
د سپین غر بازانو لوبډله

د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي خوښي څرګنده کړه چې د سپين غر بازانو ټيم په یاده سیالۍ کې تر نورو سر ته راووت،

تيره اوونۍ په کابل کې د افغانستان د زونونو تر منځ د روشن لیک برتر تر نامه لاندې د فوټیال سیالۍ پیل شوې وې چې د مشرقي زون یا سپین غر بازان په دې وتوانیدو چې د سیاليو کپ ننګرهار ته راوړي. په همدې خاطر د ننګرهار ولایتي ادارې یا ټيم په سوغاتونو ونازوه. په دې اړه د ننګرهار د فوټبال فیدراسيون ريیس شاهد الله وفا مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

(( زموږ د سپین غر بازانو ټیم په الف ګروپ کې وتلی و، اوه امتیازه يې تر لاسه کړل، د جدول په سر کې ووتلو، همدا رنګه د میوند اتلانو سره په سيمې فاینل کې مخامخ شو چې نو زموږ ټيم وتوانیدو چې په پایناتي کې میوند اتلانو ته ماته ورکړي، فاینل ته يې لاره پیدا کړه، په فاینل کې د شاهين اسمايي سره مخ شو چې لوبه پایناتي ته لاړه او پایناتي کې موږ وشو کولای چې پایناتي کې موږ شاهين اسمايي ته ماته ورکړو او دغه کپ ننګرهار ته راوړو.))



د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي خوښي څرګنده کړه چې د سپين غر بازانو ټيم په یاده سیالۍ کې تر نورو سر ته راووت، نوموړي وويل:

(( په ورزش کې سوله ده، په ورزش کې ورورولي ده، په ورزش کې نظم او ډسپلين دی او دا ټول هغه څه دي، چې زموږ ځوانان ورته ضرورت لري. ننګرهار کې موږ د کريکټ لپاره موږ ډیر څه لرل او نور به هم زیاتيږي، خو فوټبال هیر غوندې و، نو اوس زه له ننګرهاریانو نه غواړم چې خپل د فوټبال لوبغاړي نور هم تشویق کړي، نو زه تاسو ټولو ته مبارکي وايم، او دا افتخار اول د ټول افغانستان لپاره او بیا د ننګرهار لپاره دی.))


د سپين غر بازانو د ټيم کپتان فهم افکار خوشاله و چې په لومړي ځل يې ننګرهار ته کپ راوړ.
(( ډير خوشاله یم چې په اولین ځل مو ننګرهار ته کپ راوړو. ټولو هیوادوالو ته او ټولو مشرقیوالو ته د زړه له تله مبارکي وايم.))

د یادولو ده چې د افغانستان د فوټيبال فیدراسیون هر کال په بیلابیلو ولایتونو کې د لیک برتر په نوم د فوټبال سيالي تر سره کوي چې سږکال د سپټمبر په ۲۷ نیټه په کابل کې پيل شوې او د اکتوبر په دویمه نيټه پای ته ورسيدې چې د سیاليو کپ د مشرقي زون يا سپن غر بازانو ټيم وګټلو.

XS
SM
MD
LG