د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور:د ګوزڼ څاڅکو مخالف دوو کونسلرانونیولو امر شوی


د پېښور چارواکو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي نه ورکولو له وجې د دوو کونسلرانو د نیولو حکم ورکړی دی.

د پېښور چارواکو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي نه ورکولو له وجې د دوو کونسلرانو د نیولو حکم ورکړی دی.

د پېښور اسسټنټ کمیشر ممتاز خان د شنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې د لړمې او اوډاک سیمو دوو منتخب شوي کونسلرانو سلیم او منهاج نه

خو خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکول بلکې نور خلک یې هم د څاڅکو له ورکولو منع کول، نو ځکه د هغوي د نیولو حکم ورکړل شوی دی.

نوموړي ویلي دي چې که په راتلونکي کې څوک هم د ګوزڼ ضد څاڅکې ماشومانو ته ورنکړي نو هغوي به هم نیول کېږي.

بلخوا چارواکو دا هم ویلي چې په پېښور کې به له راتلونکې لسمې نیټې د ګوزڼ ضد څلور ورځنې مهم پیلېږي.

په دې اړه د شبیر احمد جان رپورټ دلته واورئ.

پېښور:د ګوزڼ څاڅکو مخالف دوو کونسلرانو نیولو امر شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:24 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG