کابل: د بې پولو ډاکټرانو ډله وايي د افغانستان په کندوز ښار کې تېره شپه د دوي پر يو روغتون هوايي برید شوی دی.
د دې ډلې چارواکي وايي چې په دې هوايي برید کې نه یوازې د دوی درې کارکوونکي وژل شوي دي بلکې دېرش تنه ورک دي.
د بې پولو ډاکټرانو ډلې دا څـرګندونې د شنبې په ورځ په یو خبرپاڼه کې کړې دي. دوی وايي چې په دې برید کې د دوی د کارکوونکو او ناروغانو مرګ ژوبلې دوی ته صدمه او په کندوز کې د درملنې کار ته لوی تاوان رسولې دی.
دا اداره وايي چې روغتون پر داسې وخت د هوايي برید ښکار شوی دی چې افغان ځواکونه د نېټو ځواکونو په ملاتړ له طالبانو څخه د کندوز د ښار بیرته نیولو لپاره جګړه روانه ده.
په افغانستان کې د ناټو چارواکو ویلي ، کېدای شي چې د بريد زمه واري پر دوي راځي.
د ناټو دا چارواکي وايي چې امريکايي ځواکونو په کندوز کې د هغو کسانو پر ضد هوايي بريد کړی چې پو ځ ته يې خطر جوړاوی.
دوی زیاتوي چې ښايي په دې برید کې په خطايي دې روغتون ته هم زیان رسېدلی وي. دوی وايي چې د دې پېښې په اړه پلټنې کوي.