د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکټر عبدالله وايي پاکستان ترهګر روزي


ډاکټر عبدالله د ملګرو ملتونو غونډې ته وینا کوي
ډاکټر عبدالله د ملګرو ملتونو غونډې ته وینا کوي

د افغانستان اجرایي رییس عبدالله عبدالله وایي ،د ملګرو ملتو د عمومي غونډې په ترڅ کې یې نړیوالو ته دا پیغام ورساوه چې پاکستان ترهګر روزي، پناه ورکوي او افغانستان ته یې استوي.

نوموړي تېره ورځ په نیویارک کې خبریالانو ته وویل:

« زه فکر کوم چې یو غوڅ او یو روښانه پیغام باید پاکستان ته د ټولې نړیوالې ټولنې له خوا ورسیږي او دا کار هم په ډیره لوړه سطحه شوی دی. »

نوموړي زیاته کړه چې د دې ستونزې د حل لارې لپاره نړیوال بیلابیل نظریات لري او دی هیله من دی چې نتیجه به ترلاسه شي.

عبدالله عبدالله تیره اونۍ نیویارک ته ولاړ او د ملګرو ملتو په اویایمې عمومي غونډې کې یې برخه واخیسته.

بل پلو ، د پاکستان وزیراعظم نوازشریف پرون د ملګرو ملتونو غونډې ته د وینا پرمهال وویل د خپلو ګاونډیو هیوادونو هند او پاکستان سره د ښو اړیکو ساتلو ته لیواله دی او په سیمه کې د امن د راوستلو لپاره یې هیواد کوټلي ګامونه پورته کړي دی.

خو بل لوري ته د هند او افغانستان ترڅنګ په نوره نړۍ کې هم پاکستان ته د ملامتۍ ګوته نیول کیږي چې ګواکې دوی د ترهګرو پټه پالنه کوي.

XS
SM
MD
LG