د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: وزیرستانیو کډوالو سره د مرستو د ډېریدو غوښتنه وشوه


د چارشنبې پر ورځ د خوست د ځايي ادارې یو شمیر مسوولینو او خلکو په یوه ګډه ناسته کې د خبرو پر مهال د وزیرستاینو کډوالو سره روانې مرستې کمې وبللې او ويې ویل، چې دا مرستې په هيڅ ډول د میشتو کډوالو د کورنیو له پاره بسنه نه کوي،

د چارشنبې پر ورځ د خوست د ځايي ادارې یو شمیر مسوولینو او خلکو په یوه ګډه ناسته کې د خبرو پر مهال د وزیرستاینو کډوالو سره روانې مرستې کمې وبللې او ويې ویل، چې دا مرستې په هيڅ ډول د میشتو کډوالو د کورنیو له پاره بسنه نه کوي، دوی په ګډه له نړیوالو مرستندویه ادارو او د مرکزي حکومت له چارواکو غوښتنه وکړه، چې په یاد ولایت کې کډوالو ته پاملرنه ډیره کړي.

یاده غونډه چې د ګربزو ولسوالۍ په انګړ کې جوړه شوې وه، د ځايي ادارې مسوولینو، د وزیرستاینو کډوالو مشرانو، قومي مخورو او د مرکزي حکومت او د یونیسیار استازیو په کې برخه درلوده.

د ناستې ویناوالو وویل، چې کډوال د خوراکي توکو، د سونګ موادو، سرپناه او زده کړو په برخو کې له پریمانه ستونزو سره مخامخ دي او د دوی دا اړیتاوې باید په پام کې ونیول شي.

د ګربزو پخواني ولسوال محمداکبر ځداراڼ د وزیرستانیو کډوالو ستونزې داسې یادې کړې:

((سابقه یونیسیار ادارې ۸۶ کیلو مواد مهاجرو ته ورکول، خو دا څو میاشتې کیږي، چې دا خوراکي مواد تقریباً ۲۹ کیلو ته راکم شول، چې دا د یوې کورنۍ میاشت خو لا څه چې د یوې اونۍ مصرف هم نه کیږي.))

محمداکبر ځدراڼ د کډوالو د ځوانانو د زده کړو مسله یاده کړه، چې په دې ځوانانو کې د پوهنتونونو محصلان شته، خو اوس ورڅخه د تحصیل دوام پاتې شوی دی.

ده د کډوالو د سرپناه ستونزه هم د ژمي په موسم کې له مهمو اړتیاوو څخه وبلله.

د کډوالو یو تن مشر حاجي جانان په خپلو خبرو کې ګیله وکړه، چې مرستې د هرې ورځې په تېریدو کمیږي او دوی انديښنه لري، چې ممکن په پای کې ورته هیڅ شی هم ورنکړل شي.

په خوست کې د یونیسیار مسوولې انجیلا هم د مرستو د ډيریدو غوښتنه پر ځای وبلله او ویې ویل، په دې هڅه کې دي، چې د مرسته کوونکو پام ډېر کړي.

د افغان حکومت د اجراائیه ريیس سلاکار الحاج غازي نواز تڼي هم چې په دې غونډه کې ګډون کړی وو، د وزیرستانیو کډوالو سره د مرستو د ډیریدو په تړاو وویل، سره له دې چې د ملي یووالي حکومت د امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی، خو بیا هم دی به دا غوښتنې د وزیرانو شورا غونډې او د ملت امنیت شورا ته ورسوي، تر څو هغوی دې مسلې ته رسیده ګي وکړي.

((زه به يې د وزیرانو شورا او امنیت شورا ته په لیکلي ډول ورسوم، تر څو په دې غور وشي، چې د یونیسیار په ګډون هغه نورې ادارې چې کډوالو سره مرستې کوي، دوی ته سپارښتنه وکړي او کمکونه تاسو ته راجلب کړي، دوست هېوادونو سره تماس ونیسي او په خاصه توګه د ژمي په موسم کې د حکومت مرستې راولیږي.))

د حکومت د اجراايیه رئیس سلاکار د غونډې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې د افغانستان وروستیو امنیتي مسائیلو ته هم اشاره وکړه او ډاډ يې ورکړ، چې د حالاتو د سمون او کنټرول له پاره لازم امکانات موجود دي.

د یادونې وړ ده، په خوست کې له تېر یو نیم کال راهیسې تر دوه لکه ډېر وزیرستاني کډوال میشت دي، چې ډیری يې د خوست د ګربزو په ګلان کېمپ کې اوسیږي، په ګلان کېمپ کې که څه هم د افغان حکومت او نړیوالو مرستندویه ټولنو له خوا د ژوندانه د بیلابیلو خواوو له پاره یو شمېر انتظامات نیول شوي، خو لا هم کډوال په هره برخه کې د پام وړ ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

XS
SM
MD
LG