د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې یوه اندازه وسله ډایاګ پروګرام ته وسپارل شوه


د پنجشنبې ورځې ناوخته د خوست د ملي امنیت چارواکو یوه اندازه هغه وسله چې یادو ځواکونو په بیلابیلو سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې نیولې وه، د ډایاګ یا د غیر مسوولو وسلوالو څخه د وسلې د ټولو ملي پروګرام ته وسپارله.

د پنجشنبې ورځې ناوخته د خوست د ملي امنیت چارواکو یوه اندازه هغه وسله چې یادو ځواکونو په بیلابیلو سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې نیولې وه، د ډایاګ یا د غیر مسوولو وسلوالو څخه د وسلې د ټولو ملي پروګرام ته وسپارله.

ډایاګ یوه داسې برنامه ده، چې د امنیتي ځواکونو له خوا د غیر مسوولو اشخاصو څخه نیول شوې وسله او یا هغه سلاحوې چې په پوځي عملیاتو کې نیول کیږي، د بې وسلې کولو ملي پروګرام ته سپارل کیږي، چې له چېک او کتنې وروسته معیاري او اساسي وسله امنیتي ارګانونو ته ورکول کیږي او غیر معیاري او زړه وسله له منځه وړل کیږي.

په دې وسلو کې چې د خوست د ملي امنیت د ځواکونو له خوا په یو شمېر عملیاتو کې نیول شوې وه، ار پي جې راکټونه، هاوان او کلاشینکوفونه شامل دي.

خوست والي حکم خان حبیبي د یاد وسلو د سپارلو په مراسمو کې مشال راډیو ته وویل، چې له غیر مسوولو وسلوالو څخه د وسلو راټول او په یو مالوم پوځي موقعیت کې په عملیاتو کې د نیول شویو وسلو راغونډول د امنیت له ټېنګولو سره مرسته کوي.

ده په ټېنګار له امنیتي ارګانونو وغوښتل، چې دا ډول وسلې پرینږدي، ځکه چې د داسو کسانو سره د وسلو شتون امنیتي ګواښونه ډېروي.

خوست والي د ملي امنیت له خوا ډایاګ ته د نویو سپارل شویو وسلو په باب وویل:

((د ملي امنیت د ځانګړو او خاصو عملیاتو په ترڅ کې یوه اندازه زیاته وسله چې نهه ویشت میله ده او په هغې کې ار پي جې راکټ، کلاشینکوفونه او هاوان په کې دی دا په مختلفو عملیاتو کې د دښمن نه ترلاسه شوي دي او نن ستاسو پر وړاندې د ډایاګ پروسې ته سپارل کیږي.))

په خوست کې د ملي اردو د ډایاګ د برنامې مشر ډګروال شیرزاد وویل، چې تر اوسه یوازې د ملي امنیت ځواکونو دوی ته ۲۷۹ میله سلاح تحویل کړې ده او دی تمه لري، چې په راتلونکې کې به دا ارقام ۵۰۰ میله ته لوړ شي.

ډګروال شیرزاد وویل، چې ملي امنیت د یو شمېر نورو نیول شویو وسلو په تنظیمولو هم لګیا دي او هغه به هم په نږدې راتلونکې کې دې برنامې ته وسپاري.

د یادونې وړ ده د ډایاګ پروګرام له پیله تر اوسه په خوست امنیتي ارګانونو لکه ملي اردو، پولیسو او د ملي امنیت منسوبینو ۱۶۳۵ میله سپکه او درنه وسله ډایاګ پروګرام ته سپارلې ده، څه موده وړاندې د خوست د امنیې قوماندانۍ د چارواکو له خوا هم ۸۹ میله بیلابیله سپکه اودرنه وسله دې پروګرام ته سپارل شوې وه.

XS
SM
MD
LG