د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګلګت بلتستان کې د سرنګ پرانسته وشوه


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف ویلي دي چې له ګلګته ترمانسری به د کراکرم سړک ساتنه یقیني جوړوي چې ولس پرې بې له ویرې تګ راتګ وکولی شي.

ښاغلي شریف نن د ګل په ورځ د کراکرم سړک د بحالۍ لپاره جوړ کړی شوي عطاء آباد سرنګ پرانستې ورستو د ګلګت بلتستان وزیرانو او د اسمبلۍ غړو ته خپله وینا کی وویل چې د پاکستان چېن اقتصادي راهدارۍ ترلاندی په یو شمیر منصوبو کار روان دی او دی سړک مکملیدو لوجی به نه صرف د پاکستان او چېن ترمینځه تجارت زیات شي بلکه خلکو ته به په تلو راتلو کی هم آساني وی

د قراقرم سړک د نوی جوړی شوی برخی پحقله د وزیراعظم نواز شرف وینا وه چې دا قریبا څلیریشت (۲۴) کلومیتره اوګد سړک دی او اووه اعشاریه یو (۷.۱) کلومیتره اوګده سرنګونه دي پکی او په دی منصوبه اوویشت (۲۷) اربه روپۍ خرچ کړی شویدي د ګلګت بلتستان کلیز ترقیاتي پروګرام د اته (۸) اربه روپو دی او موجوده حکومت صرف په یو سړک جوړولو اوویشت اربه روپۍ خرچ کړیدي یعني دا د ګلګت بلتستان د ترقیاتي پروګرام نه دری برخی زیات دی،

د پاکستان سرکاري ټیلی ویژن وائي چې د قراقرم سړک په دی نوی جوړی شوی برخه کی پنځه سرنګونه، دوه لوی او اوه اتیا (۷۸) واړه پلونه هم جوړ کړی شویدي،

د ګلګت نه تر د خیبر پښتونخوا مانسهری ضلعی پوری د قراقرم سړک د حفاظت پحقله وزیراعظم نواز شریف وویل چې حکومت غواړي چې اولس ته د سفر ښه نه ښه سهولیات ورکړی شي او په غیر د څه خطر نه دوي خپل سفر وکړي،

د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر معراج الحق وائي چې د عطاء آباد جهیل لوجی د پاکستان او چېن ترمینځه تجارت متاثره شوی و خو د قراقرم سړک دغه برخه دوباره جوړولو سره به د دوانړه ملکونو ترمینځه تجارت یو واری بیا سیوا شي

د یادونی ده چې د ۲۰۱۰ کال په جنورۍ میاشت کی د عطاء آباد په مقام په دریائی هنزه کی د غنډۍ د راغرځیدو لوجی یو لوی جهیل جوړ شوی و چې لوجی د قراقرم سړک ۲۴ کلومیتره برخه هم په اوبو کی ډوبه شوه.

XS
SM
MD
LG