د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان جرمن دوستۍ سلمه کلیزه ولمانځل شوه


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د جرمني له لومړي وزیرې انګېلا میرکل سره د د ګډ خبري کنفرانس مهال. 5 ډیسېمبر ۲۰۱۴م کال
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د جرمني له لومړي وزیرې انګېلا میرکل سره د د ګډ خبري کنفرانس مهال. 5 ډیسېمبر ۲۰۱۴م کال

"د افغانستان او جرمني سل کلنې اړیکي د دوو ملتونو د دوستۍ او همکارۍ یوه ډېره ښه نمونه ده"

د افغانستان او جرمني د دوستۍ سلمه کلیزه د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون پرون دوشنبه په کابل کې په ارګ «صدارتي محل» کې ولمانځل شوه.

ولسمشر محمد اشرف غني په دې مناسبت په خپله وینا کې وویل چې د افغانستان او جرمني سل کلنې اړیکي د دوو ملتونو د دوستۍ او همکارۍ یوه ډېره ښه نمونه ده.

ښاغلي غني وویل په تېرو څوارلسو کلونو کې د افغانستان او جرمني د دوستۍ کلک بنسټ کېښودل شو چې په تېر دسمبر میاشت کې جرمني ته د ده د سفر په ترڅ کې د جرمني لومړي وزیرې انګېلا مېرکل د هغې پر دوام ټینګار وکړ.

د ۱۹۱۵ کال په سپټمبر میاشت کې د لومړۍ نړیوالې جګړې په پیل کې د جرمني یوه پلاوي کابل ته سفر وکړ چې امیرحبیب الله خان ته د محور دولتونو په ډله کې د افغانستان د ګډون بلنه ورکړي.

که څه هم د هغه وخت افغان امیر دا بلنه ونه منله خو د دې پلاوي سفر د افغانستان او جرمني ترمینځ دوستۍ ته لاره پرانیسته.

XS
SM
MD
LG