د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا بلدياتي ټاکنو کاميابو کانديدانو سوګند واخيست


بريالي کانديدان سوګند پورته کوي.
بريالي کانديدان سوګند پورته کوي.

د خيبر پښتونخوا د بلدياتي ټاکنو بريالي کانديدانو نن د خپلو دندو سوګند په پورته کولو سره خلکو ته د خدمت کولو وعدې وکړي. ځينو کانديدانو له حکومته وغوښتل چې سيمو ته دې يې پوره فنډ يا پيسې ورکړي چې دوی پري پرمختيايي کارونه وکړی شي.

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلوسيمو کې په بلدیاتی ټاکنو کې بریالي شوو کاندیدانو نن د خپلو څوکیو سوګند پورته کړ.

پيښور کې د تر سره شوو مراسمو وروسته د پیښور ډپټي کمشنر ریاض مسود مشال ریډیو سره د خبرو په وخت وويل چې سبا له به په ټوله صوبه کې د ضلعو د ناظمانو او مرستیال ناظمانو انتخاب کیږي. د هغه په خبره د پرمختيايي منصوبو لپاره بېلې شووو پيسو څخه ديرش فيصده د نوو منتخب شوو کسانو په مشوره استعماليږي.

موږ له حکومته غنم او خوراک نه غواړو. حکومت دي موږ ته پيسې راکړي چې د تعليم لپاره يې ولګوو.

د پيښور د ضلعې کونسل يوې غړې کلثوم بي بي وويل چې له منتخبېدو وروسته به د ښځو د صت په برخه کې ډېر کار کوي. هغې زياته کړه: ((زه به چې کله مختلفو ځايونو ته د کمپاين لپاره لاړم نو ټولو ښځو به له روغتيايي ستونزو شکايت کاوه. نو زما به لومړی کار دا وي چې ښځې صحي سهولتونه ولري.))

ځينو نورو بريالي شوو کانديدانو بيا له حکومته غوښتنه کوله چې جګړه ځپلو سيمو ته دې په پرمختيايي کارونو کې ډېر پام وشي.

د پيښور له متنو څخه د ټاون سيمې منتخب شوی کونسلر قادر نواز مشال ريډيو ته وويل چې د متنو په شمول ټوله کوه دامان سيمه ترهګرۍ سخته ځپلې ده. هغه زياته کړه: ((موږ له حکومته غنم او خوراک نه غواړو. سيمه مو ترهګرو ځپلې او ترهګرۍ پر شا بيولې. حکومت دي موږ ته پيسې راکړي چې د تعليم لپاره يې ولګوو.))

د يادونې ده چې په متنو کې په دي وروستيوو کې ګڼې بمي چاودنې کيدلې. دغلته د وسله والو پر ضد امن لښکر هم جوړ شوی وو چې څو وار يې پر مشرانو مرګوني بريدنه شوي دي.

د سوات بريالي کانديدان د سوګند اخيستو په حال کې
د سوات بريالي کانديدان د سوګند اخيستو په حال کې

په سوات کې هم برياليوو کانديدانو د خپلو نوو دندو سوګند واخيست. په سوات کې اوه شپېته ضلعي کونسلرانو او په مخصوص سيټونو څلور ديرش غړو تر څنګ ګڼو نورو عمومي کونسلرانو سوګند پورته کړ.

خېبر پښتونخوا کې د روان کال د مۍ مياشتې په ديرشمه نېټه بلدياتي ټاکنې وشوې خو د ځينو سيمو په انتخاباتو کې د ګډوډۍ او درغليو د شکاياتو تر راتګ وروسته بيا انتخابات وشول. همداراز د دريو مياشتو تر ځنډ وروسه ټاکل شوې چې سباله به نوی بلدياتي نظام عملي شي.

XS
SM
MD
LG