د لاسرسي ځای

تازه خبر

آيا د پاکستان او هند ترمنځ د جنګ خطره ده؟


د پاکستان او هندوستان وزيراعظمان
د پاکستان او هندوستان وزيراعظمان

دي وروستيوو کې د پاکستان او هندوستان ترمنځ نه يوازې مذاکرات منسوخ شول بلکې دواړو هيوادونو د يو بل پر ضد سخت بيانونه هم ورکړي. آيا د اسلام اباد او نوي دهلي دا بيانونه به د جګړې شکل اختيار کړي؟

په دي وروستيوو کې د پاکستان او هندوستان تر منځ خبرې د مذاکراتو د ايجنډا پر سر تر اختلاف وروسته وځنډيدلې.

دا په داسې حال کې ده چې دواړو هيوادونو په دي وروستيوو کې پر پوله پر يو بل ډزې کړي چې دواړو خواوو کې ملکي خلکو ته زيان اوښتی دی.

آيا د دواړو هيوادونو ترمنځ د مذاکراتو ختمېدل او توند بيانونه به د جګړې سبب شي او کنه نوی دهلي او اسلام اباد د سفارتکارۍ لاره په مخ کې لري؟ ياده دي وي چې دواړو هيوادونو درې ځلې په خپل منځ کې جنګونه کړي دي.

په لاهور کې د دفاعي چارو کارپوه حسن عسکري مشال ريډيو ته وويل چې که څه هم دواړو هيوادونو په اوس وخت کې ډېر تېز بيانونه ورکړي خو د جګړې کېدو امکانات کم دي.

نوموړي وويل: ((دا مهال د جنګ خطره نشته. یو افسوناک صورتحال رامنځته شوی دی خو د هند او پاکستان تر مينځه جنګي صورتحال نشته. دواړو خواو ته دا احساس شته چې که جنګ وشي نو ډيره بربادي به رامنځته کړي. بلخوا د دواړو هيوادونو خارجه پاليسي اوس داخلي حالاتو مغلوبه کړي ده. نريندر مودي د کشمير مسله هډو مسله نه ګڼي او پاکستان په هر حال کې د کشمير موضوع مهمه بولي نو موږ دا ويلي شو چي د دواړو هيوادونو خارجه تګلاره د سخت دريځي ښکار شوي ده.))

د پاکستان او هندوستان ترمنځ د دې مياشتې په درويشتم تاريخ د ملي امنيت د سلاکارانو په کچ مذاکرات کېدونکي وو. پاکستان غوښتل چې چارواکي يې په نوي دهلي کې د کشميري مشرانو سره وګوري خو هندوستان ويل چې دا مخکې ټاکل شوې ايجنډا کې نه وه.

د هندوستان د ټايمز اف انډیا ورځپاڼې سره کار کونکی خبر یال ګوتم سدارت وايي چی که څه هم کشمير سره په پوله د دواړو هيوادونو تر مينځه د ډز بندي خلاف ورزیانې زياتې شوي دي خو د يو لوی جنګ نښې نشته.

((په ۱۹۹۹ م کال کې هم د مذاکراتو د ناکامۍ په صورت کې يوازې د کارګل جنګ شوی وو چي يوازي د يوې مخصوصې سيمې پوري محدود وو. اوس هم دغه صورتحال دی خو ددي نه علاوه کوم لوی جنګي تیاری نه تر سترګو کيږي.))

XS
SM
MD
LG