د لاسرسي ځای

تازه خبر

د موسی کلا د بېرته نيولو لپاره تازه دمه پوځيان استول شوي


د افغانستان د پارليمان غړو له حکومته غوښتي چې زر تر زره دې د هلمند ولايت د موسی کلا ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره د طالبانو خلاف تازه ځواکونه واستول شي. دا ولسوالۍ نن سهار د طالبانو لاس ته لوېدلې ده. چارواکي وايي سيمې ته يې تازه پوځيان استولي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې تازه دمه پوځيان یې د هلمند ولايت په موسی کلا ولسوالۍ کې په عملیاتو بوخت دي او ژر به له دې ولسوالۍ د مخالفينو لاسونه لنډ کړي.

د دغه وازرت يوه وياند دولت وزيري نن د مشال ريډيو افغان څانګې سره خبرو کې د طالبانو له خوا د يادې ولسوالۍ تاييد نه کړل خو وي ويل: ((زمونږځواکونه په سيمه کې دي او د هغو پوځيانو سره مرستې ته ورغلي چې لا وار دمخه طالبانو سره په جګړه بوخت دي. هوايي ځواکونه هم هلته دي. عملیات روان دي انشاالله سیمه له مخالفینو پاکه کیږي.))

همدي حال کې په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازو نن وويل چې موسی کلا ولسوالي د طالبانو لاس ته ورغلي او پکار ده چې حکومت يې د بېرته نيولو لپاره بيړني ګامونه واخلي.

د موسی کلا په شان جګړه به افغانستان کې په تېرو پنځلسو کلونو کې يو ځای کې هم نه وي شوي

په دې جرګه کې د هلمند د خلکو استازي او د کورني امنیت د کمیسیون مرستیال عبدالحی آخندزاده وویل چې افغان پوځیانو له سختې جګړې وروسته شاتګ کړی دی.

هغه نن د مشال ريډيو افغان څانګې ته وويل: ((داسې جنګ به په ټول افغانستان کې په دا پنځلس کلونو کې نه وي شوی لکه څنګه چې دا څو ورځې په موسی کلا کې روان دی. پولیسو او ملي اردو ته هم ډېر زيان اوښتی دی. ډېر جنګ یې وکړ خو [له مرکزه] ورسره مرسته ونه شوه، هوايي مرسته ورته ونه رسېده. نو اړ شول چې موسی کلا ولسوالي یې متاسفانه پرېښوده. دا ډېره مهمه ولسوالي ده.))

ښاغلی اخندزاده وايي چې په سلګونه وسله وال طالبان د موسی کلا په جګړه کې ښکېل دی او مشري یې د پاکستان استخباراتي اداره آيي ايس آيي کوي. پاکستان په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

اخوا د هلمند د ولایتي شورا رییس کریم اتل وايي چې په دې جګړه کې ګڼ افغان پوځيان وژل شوي او زخميان شوي دي. خو افغان چارواکي وايي د دوی پوځيانو ته اوښتی زيان ډېر نه دی.

موسی کلا د هلمند د پنځو شمالي ولسوالیو په مرکز کې پرته لویه ولسوالي ده چې د برتانوي پوځیانو له وتلو وروسته پکې نا امنۍ ډېره شوې ده.

پوځي کارپوهان بیا د اکثرو سیمو د سقوط لامل په جګړو کې د ډېرو افغان پوځیانو ښکیلتیا او د احتیاطي سرتیرو نه موجودیت په ډاګه کوي.

د پوځي چارو افغان کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل آزادي راډیو ته ويلي دي چې افغان پوځ سم نه اداره کیږي او د بیړنیو حالاتو لپاره مخکې له مخکې چمتوالی نه لري.

XS
SM
MD
LG