د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په کاپیسا کې سلګونه وسله وال فعالیت لري”


په کاپيسا کې یو شمېر چارواکي وايي؛ یوازې په تګاب او اله ساي ولسوالیو کې لږترلږه ۱۰۰۰ وسله وال د حکومتي ځواکونو پر ضد کاروایانې کوي..

په کاپيسا کې یو شمېر چارواکي وايي؛ یوازې په تګاب او اله ساي ولسوالیو کې لږترلږه ۱۰۰۰ وسله وال د حکومتي ځواکونو پر ضد کاروایانې کوي.

د کاپيسا د ولایتي شورا مشر محمد حسین سنجاني پرون (سه شنبه) مشال راډیو ته وویل:

((زموږ د معلوماتو پر اساس، په تګاب او اله ساي ولسوالیو کې به ښايي تر ۱۰۰۰ زیات وسله وال طالبان فعالیت کوي چې تر ۱۵۰ تنو پورې ښايي بهرنيان وي او نور یې د سیمې خلک دي.))

ښاغلي سنجاني زیاته کړه چې په سیمه کې بې کاري او سیاسي بې ثباتي د امنیت د خرابوالي اساسي عوامل دي.

د کاپيسا والي مشال راډيو ته وویل چې ستونزې شته او د حل لپاره یې هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG