د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغانستان د منځنۍ اسیا په استازیتوب جګړه کوي"


د افغانستان پوځ
د افغانستان پوځ

د افغان ولسمشر د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر له ورځپاڼې سره په خبرو کې دا پوښتنه راپورته کوي چې ولې دغه جګړه ماران د شمال لور ته خوځيدلي دي؟

وال سټريټ ژورنال په يو رپورټ کې کاږي چې په شمالي وزيرستان کې تر پوځي عملياتو وروسته د اسلامک موومنټ آف ازبکستان جګړه مار لومړی د افغانستان ختيځ ته واوښتل او بيا ورو ورو شمالي برخو ته و خوځېدل.

د افغان ولسمشر د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر له ورځپاڼې سره په خبرو کې دا پوښتنه راپورته کوي چې ولې دغه جګړه ماران د شمال لور ته خوځيدلي دي؟

بيا خپله په ځواب کې دا وجه بيانوي چې دا ځکه دوی غواړي ځان د منځني اسياء هېوادونو ته نږدې کړي.

نوموړی زياتوي چې افغانستان په اصل کې د منځنۍ آسيايي هېوادونو په استازيتوب جګړه کوي.

له ازبکو پرته القاعده، چينايي يوغوران او پاکستاني جګړه ماران په شمال کې جګړه کوي خو د افغانستان مرستيال ولسمشر عبدالرشيد دوستم وايي چې کله هم جګړه سخته شي نو مانا يې داده چې ګواکه ازبک جګړه ماران په لومړي ليکو کې جنګيږي.

رشيد دوستم په فارياب کې د ازبک او نورو جګړه مارو چې په فارياب کې فعاله دي ،پر ضد د عملياتو مشري کوي.

له فاريابه د پارليمان غړی فتيح الله قيصري وال سټريټ ژورنال ته ويلي چې ازبک جګړه مار ډیر روزل شوي او ظالمان دي.

د ده په وينا د دوی شتون يوازې په فارياب کې نه بلکه د ټولو شمالي ولايتونو امنيت يې له ګواښونو سره مخامخ کړی دی.

د جون هاپکنز پوهنتون د سنټرل ايشا -کوسس انسټيټيوټ يو چارواکۍ فرېډرک سټار وايي ، ازبک جګړه مار په رښتيا هم د سيمي امنيت ته خطر دي.

خو د ده په وينا د روسي ولسمشر ولاديمير پوتين حکومت غواړي داسي و ښيې چې ګواکه ماسکو هغه يوازينی ځواک دی چې منځني اسياء له اسلامي سخت دريځی څخه خوندي کولی شي.

XS
SM
MD
LG