د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښورکې د (اتلان) کتاب مخکتنه وشوه


اتلان د مشال راډيو خبریال بشیر ګواښ له اونیزه خپرونې ترتیب شوي کتاب لومړى ټوک دى چې د لر و بر پښتني سيمې شاوخوا ٢٠ نوموتي شخصيتونه پکې پېژندل شوي دي

د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښورکې د ازادۍ راډيو د مشال څانګې د راډيويې خپرونې (اتلان) نه د جوړشوي کتاب (اتلان) مخکتنه وشوه چې د دې ايالت له بېلابېلو سيمو راغليو لسګونو کسانو په کې برخه اخيستې وه.

دغه مخکتنه چې د سه شنبې په ورځ د پېښور په پريس کلپ کې جوړه شوې وه، د خيبر پښتونخوا د ملتپاله ګوندونو د استازيو په ګډون په کې ګڼ شمېر ځوانانو،ليکوالو، شاعرانو او ژورنالېستانو ګډون کړى و چې هر يو په خپل وار د کتاب پر منځپانګې او ددغه کتاب پرارزښت خبرې وکړې.

اتلان د ازادي راډيو د مشال څانګې د راډيويي خپرونې (اتلان) نه د جوړشوي کتاب لومړى ټوک دى چې د لر و بر پښتني سيمې شاوخوا ٢٠ نوموتي شخصيتونه په کې معرفي شوي، د هغوى پر ژوند،فن او کارنامو په زړه پورې بحث شوى چې د اوډون و سمون چارې يې د مشال راډيو خبريال باز محمد عابدترسره کړي دي.

د ازادي راډيو د مشال څانګې مشر ايډيټر داود خټک له ازادي راډيو سره په خبرو کې د دغه کتاب د چاپېدا د هدف په اړه وايي:

((راډيو يو داسې ميډيم دى چې دا بعضې وخت ځينې خلک واوري، ځينې يې وانه وري. بيا په دې دومره تېز وخت کې چې هر سړى په منډه دى، که چاته وخت ميلاو نه شي چې راډيو واوري، نو بيا دوى نه شي کولاى چې هغه پروګرام يا هغه پروګرام يو وارې بيا دوى واوري.

نو موږ دا هڅه وکړه چې دا په کتابي شکل کې راوړو، ځکه چې همدغه شيان دي چې دا خلک سبا او بله ورځ کتلى شي.

نو دا موږ تاريخ په يوې طريقې سره محفوظه کړو او د دې نه وروسته به هم له موږ سره ځيني نورې خپرونې هم شته چې په هغوى کې هم موږ دغسې يوه هڅه وکړو.))

ليکوال و شاعر او د اسلاميه کالج پوهنتون د پښتو څانګې مشر اباسين يوسفزي د مشال راډيو دا هڅه وستايله او دا کتاب يې د نوي کهول پښتنو ځوانانو ته يوه ارزښتمنه ډالۍ وبلله:

((دا يو داسې قسمه کار دى چې دا کار پکار دى چې غټې غټې اکېډمۍ وکړي چې څېړنه کوي، خو دا کار مشال راډيو ډېر په ښکلي دول کړى دى او زه دا ګڼمه چې دا شل اتلان موږ وکتل، نو دغسې پکار ده چې دوى همدغسې دا خور کړي او څو څو جلده يې راشي او په دې کې چې کوم معيار ساتلى شوى دى، پکار ده چې د همدې معيار خيال وساتلى شي او د اعلى پايې او غوره معيار تحقيق او تنقيد مخې ته راشي.))

د عوامي نېشنل ګوند جګپوړي غړي او د خيبرپښتونخوا د ښوونې و روزنې پخواني وزير سردار حسين بابک ازادي راډيو ته وويل چې که چېرې پښتانه د خپلو مشرانو ژوند مطالعه کړي او عمل پرې وکړي، نو ښايي دا سيمه به د ترورېزم او جنګ جګړو له شره په امان شي:

((دا خو ډېر زياته ضروري ده چې موږ د خپل تاريخ او اتلانو نه خبر شو. موږ ډېر تاريخي قوم يو، موږ ډېر قوي کلچر او ژبه لري، موږ د قربانيو يو ډېر لوړ تاريخ لرو، ډېر لوړ. دا ده چې دا ډېر لوى ظلم شوى دى، دا په دې وطن کې رياستي ظلم شوى دى چې ددې وطن بچي او ولس ددې وطن له اتلانو نه ارادتاً ناخبره ساتلى شوى دى.

دا چې کوم کوشش شوى، دا ډېر لازمي کوشش دى. دا کوشش موږ ته هم پکار دى زموږ مرستيالانو ته هم پکار دى. که دومره موږ وکړو چې دا خپل بچي خپل ولس د خپلو اتلانو، خپل تاريخ او کلتور نه خبر کړو، نو زه دا ګڼم چې دا دلته دا څه دي، دا به نه وي.))

د پښتو ژبو نوموتي ليکوال او څېړونکي ډاکټر مهجور خېشکى د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا د انټرنېټ او ټولنيزې رسنيو په دې ټکنالوژيک و تېز دور کې کتاب خپل اهميت له لاسه ورکړى که نه؟ وايي:

((د کتاب اهميت خو بالکل نه ختمېږي، دا ټولې نورې خبرې سرسري او سطحي دي. کتاب خو يو علمي او دانشورانه انداز يې دى او کتاب کلچر ټهيک ده چې دې سره لږ نقصان موندلى دى، خو د کتاب اهميت بلکل نه ختمېږي، کتاب د دې ټولو دپاسه ده، ځکه چې په يورپ کې کتاب د هر څه دپاسه ده چې هلته سوشل ميډيا زموږ نه ډېره وړاندې ده، پخپل ځاى دى.

زما له ځوانانو نه دا اپيل [خواست] دى چې مطالعه پکار ده، مطالعه پکار ده، مطالعه پکار ده.))

د کتاب د مخکتنې د دغې غونډې ګډونوالو ته د ويناوالو ترڅنګ ځينو شاعرانو خپل شعرونه هم واورول او غونډه د ماښام په شپږ نيمو بجو د پښتو ژبې د ملنګ شاعر اکمل لېوني په دغو شعرونو پاى ته ورسېده:

دا خواږه ياران دې خداى ژوندي دي

ټول عقيدتمنده انسانان دې خداى ژوندي لري

خپل غمونه څه خپل اتلان ترې نهنيوى کوي

داسې پښتانه خلک نران دې خداى ژوندي لري

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG