د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا پوهنتونونو کې ((پراخه سیاسي مداخله)) کېږي


اسلامییه کالج پوهنتون
اسلامییه کالج پوهنتون

''په تاریخ کې مو د یونیورسټیو په چارو کې دومره سیاسي مداخلت هېڅکله نه وو لیدلی لکه اوس یې چې د پښتونخوا حکومت کوي.''

پراګ - د خیبر پښتونخوا پوهنتونونو مشران وايي، د تحریک انصاف په مشرۍ د صوبې اېتلافي حکومت پر دوی فشار راوړي او د یونیورسټیو په چارو کې مداخلت کوي.

د صوبې د څلورو لویو پوهنتونونو مشرانو او استادانو له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال وویل، د تحریک انصاف ګوند له مشر عمران خانه واخله تر د صوبايي حکومت غړو پورې کسان د پوهنتونونو د مشرانو یا وایس چانسلرانو ((کردار وژنه)) کوي او پر دوی ((بې بنسټه او غیر حقیقي)) تورونه پورې کوي.

چې ډیګري نشته نو وایس چانسلر ته ولې سزا ورکوئ؟
پوهاند ډاکتر احسان علي

د خان عبدالولي خان پوهنتون مشر ډاکتر احسان علي او د کواټ پوهنتون پخوانی مشر او د پېښور پوهنتون د انګرېزۍ څانګې استاد ډاکتر ناصر جمال خټک وايي، دوی له لسیزو راهیسې د پاکستان په پوهنتونونو کې استادان دي خو د یونیورسټیو په چارو کې یې دومره سیاسي مداخلت هېڅکله نه وو لیدلی لکه اوس یې چې د پښتونخوا حکومت کوي.

دا د پوهنتون واک او اختیار دی چې د امتحان او ډېګریو په معامله کې پرېکړه وکړي
د یوه پوهنتون وایس چانسلر

د ولي خان پوهنتون مشر ډاکتر احسان علي وايي، د خیبر پښتونخوا حکومت د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د تحریک انصاف ګوند غړي مراد سعید د پوهنتون بریلیک یا ډیګرۍ او امتحان په معامله د پېښور پوهنتون پر مشر ډاکتر رسول جان فشار راوړي.

(([د مراد سعید] د ډیګرۍ کېس (یا معامله) ده نو که [پلټنې] نو مالومه به شي چې دا ډیګري [اصلي] ده او که نه؟ چې ډیګري نشته نو وایس چانسلر ته ولې سزا ورکوئ؟ او دا نورې خو بهانې دي چې [اخلاقي درغلي] دې کړې، تا پیسې وهلې دي. پیسې [ثابتې] کړه، بیا سړی پانسي کړه کنه!! خو دا هر څه په یوه پروسیجر وکړئ. موږ همدا خبره کوو چې پروسیجر [یا قانوني کړنلار عملي] کړئ.))

د خیبر پښتونخوا یوه پوهنتون مشر د نوم نه ښودو په شرط وايي، دا ((د پوهنتون واک او اختیار دی چې د امتحان)) او ډېګریو په معامله کې ((پرېکړه وکړي ځکه چې په پوهنتون کې د امتحانونو کنټرولر وي)) او یو نظام پکې موجود وي.

د ولي خان پوهنتون ډاکتر احسان علي وايي، صوبايي حکومت د سوات پوهنتون مشر ډاکتر محمد جهانزېب خان هم ځوروي:

((د [حکومت کسان] د سوات [پوهنتون] وایس چانسلر پسې له شپږو میاشتو لګیا دي چې تا [یو کس مقرر] کړی او تا غلطي کړې ده. هغه وايي، ما خو د پوهنتون له هغه قانون سره کار کړی چې تا ما ته راکړی دی. د کنټریکټ (یا لنډ مهالې) [تقرري] عارضي وي او د یو کال لپاره وي. حکومت د [پوهنتون مشر] ته دا اختیار ورکړی چې د [نوي مضمون درس] شروع کولو لپاره که [څوکۍ] وي نو [استاد مقررولای شي] او که نه وي نو پوسټ (یا څوکۍ) دې [تخلیق] کړي.))

مشال راډيو په بیا بیا د رابطو پر هڅو سربېره د پېښور او سوات پوهنتون له مشرانو سره په خبرو و نه توانېده.

د پښتونخوا څلورو پوهنتونونو مشران او استادان وايي، د پوهنتونونو قانون تر مخه یونیورسټۍ ازادې وي خو د دې ازادۍ دا مانا نه وي چې بالکل د دولت یا ریاست له واکه وتلي وي.

دوی وايي، په پوهنتونونو کې دننه ادارې وي لکه سینډیکېټ، سېنېټ، اکاډیمیکه شورا او داسې نور. د دې مشرانو په خبره، په یادو ادارو کې د استادانو منتخب استازي، د حکومت لوړپوړي چارواکي، د صوبې د ګورنر استازي او داسې نور غړي موجود وي چې تر درو کلونو ټاکل کېږي او هره پرېکړه په سلا مشوره کوي.

په پېښور پوهنتون کې د انګرېزۍ څانګې استاد ډاکتر ناصر جمال خټک وايي، د خیبر پښتونخوا حکومت او پوهنتونونو مشرانو تر منځ اوسنۍ لانجه ((د واک جګړه)) ده.

یا خو داسې کېدای شي چې دا ټوله دنیا په غلطه ده او د پښتونخوا حکومت په سمه دی. او یا داسې کېدای شي چې دا ټوله دنیا په سمه وي، او موږ یې په چل نه پوهېږو.
پوهاند ډاکتر ناصر جمال خټک

دی وايي، د خیبر پښتونخوا حکومت ګڼي چې پوهنتونونه د دوی تر واک لاندې ادارې دي:

((زموږ په پښتونخوا کې حکومت او بیوروکراټان، پوهنتونونه د حکومت ادارې [ګڼي]. په دنیا کې، په ټولو ملکونو کې پوهنتونونه خود مختاره وي. خود مختاره دا مطلب نه وي چې حکومت له هغوی تپوس نشي کولای. خود مختاره دا مطلب وي چې حکومت هغوی ته دا نشي ویلای چې دا فلانی بابو له دې [پوهنتونه] بل هغه ته [انتقال] کړه. نو یا خو داسې کېدای شي چې دا ټوله دنیا په غلطه ده او د پښتونخوا حکومت په سمه دی. او یا داسې کېدای شي چې دا ټوله دنیا په سمه وي، او موږ یې په چل نه پوهېږو.))

عمران خان وايي وایس چانسلران به سموو.
ډاکتر احسان علي

د پښتونخوا یوه بل پوهنتون مشر د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته وویل، حکومت د یونیورسټۍ په ایکټ یا قانون کې له ترمیم سره په سینډيکېټ او سېنېټ کې خپل استازیتوب زیاتوي چې ورته د پوهنتون مشران د یونیورسټۍ پر ((تقدس او خپلواکۍ د قدغن)) یا بندیز لګولو په مانا ګوري او دا په تعلیمي ادارو کې صریحاً ((سیاسي مداخلت)) دی.

موږ دې سم کړي. موږ به یقیناً کاږه یو، خو زموږ د کږوالي معیار به څنګه او څوک ټاکي.
ډاکتر ناصر جمال خټک

د ولي خان پوهنتون ډاکتر احسان علي وايي، د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان په عام محضر کې ګواښ کړی چې د پښتونخوا ((یونیورسټیو وایس چانسلران به سم کړي.))

د پېښور پوهنتون ډاکتر ناصر جمال خټک وايي، سمه ده ((موږ دې سم کړي. موږ به یقیناً کاږه یو، خو زموږ د کږوالي معیار به څنګه او څوک ټاکي.))

ډاکتر خټک زیاتوي، دی پاکستان ته یوازې د خدمت لپاره ستون شوی:

((پاکستان ته تر راتګ مخکې ما بهر ملک کې سبق ښوده. زه که دلته راغلی یم نو د دې لپاره راغلی یم چې دا زما وطن دی. زه د خپل پلار نیکه په هدیره کې ښخېدل غواړم، زه د دې خاورې خدمت کول غواړم. خو د کږوالي فیصله به څوک کوي؟ او په کوم معیارونو به موږ دا کوو.))

خو د خیبر پښتونخوا د ابتدايي او ثانوي تعلیم وزیر محمد عاطف د حکومت او تحریک انصاف په استازیتوب دا رد کړه چې ګواکې دوی د پوهنتون په خپلواکۍ یا ازادۍ کې لاسوهنه کوي:

((چې څومره [حکومتي ادارې] دي هغه د تحریک انصاف [حکومت] غیر سیاسي کړې، همدا به له یونیورسټیانو سره هم کېږي. موږ د هغوی په [خود مختارۍ] کې ګوتې نه وهو. تاسو په ټوله صوبه کې تپوس وکړئ چې په کومه طریقه یونیورسټیانې پولېټېسایز (یا سیاسي) شوې دي، تاسو تپوس وکړئ چې نوکرۍ چا ته [ورکړل شوې دي]؟ اول که په تېر حکومت کې په [قابلیت تقررۍ] شوې وي نو بیا خو [باید] د تحریک انصاف هم څوک [ټاکل] شوی وای د نورو پارټیو هم شوي وای کنه! چې د یوه [سیاسي ګوند] د چا ورور، د چا خور، د چا زوی، د چا څه او څه کېږي، نو ایا دا سیاسي کول دي او که دا غیر سیاسي کول دي؟ دویم، دوی وايي چې [محاسبه] یا اډېټ دې نه کېږي. په کوم ځای کې چې سرکاري پیسې استعمالېږي د هغې به احتساب [هرو مرو] کېږي.))

موږ به ټولې یونیورسټیانې غیر سیاسي کوو.
د تحریک انصاف محمد عاطف

عاطف دا تور هم رد کړ چې د قامي اسمبلۍ غړي مراد سعید د امتحانونو او ډیګرۍ په معامله حکومت د پېښور پوهنتون پر چارواکو فشار راوستی.

هلته د پښتونخوا یوه بل پوهنتون مشر وویل،د حکومت او یونیورسټیو مشرانو تر منځ لانجې پر تعلیم او زده کوونکو اغېز لري او په داسې وخت کې چې ((د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو اوسنیو حالاتو ته په کتو تعلیم تر بل هر وخت زیات ارزښت لري)) نو باید ((حکومت، د لوړو زده کړو ادارې او)) د پوهنتونو مشران سره کښېني او ((بې له یوې لحظې ضایع کولو)) دا ټولې مسلې هوارې کړي.

XS
SM
MD
LG