د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې ۲۱۰۰۰ ماشومان د ګوزڼ له څاڅکو پاتې دي

ډان ورځپانې په یوه اداریه لیکي په بلوچستان کې دا ځل ۲۱۰۰۰ ماشومان د ګوزڼ پر ضد د څاڅکو بې برخې پاتې شوي دي د حکومت له خوا دیني عالمانو ته ویل شوي دي چې په صوبه کې پېل کیدونکي د ګوزڼ پر ضد د کمپاین لپاره دې خپل کردار ولوبوي.

اداریه لیکي چې په بلوچستان کې د کویټې، پشین، او قلعه سیف الله ضلعې د ګوزڼ د وایرس د خوریدو په حواله له خطر سره مخا مخ دي. هم دا سیمې وې چې پروسږکال په کې د ګوزڼ وایرس ۲۵ ماشومان ځپلې وو.

اداریه لیکي دیني عالمانو له پکار دي چې یوازې په خله د کمپاین مرسته ونکړي بلکه د روغتیا او تعلیم په اړه د سماجي رویو د بدلون لپاره کار وکړي.

په حقیقت کې سخت دریزه ډلې د خلکو د مذهبي له جذبو سره لوبې کوي چې په نتیجه کې يې نه یوازې دا چې د ګوزڼ پر ضد کمپاین بې اثره شي بلکه د روغتیا د څانګې چارواکو ژوند هم له خطر سره مخ کېږي.

۲۰۱۲ کاله راهیسې تر اوسه د ګوزڼ پر ضد کار کوونکي د روغتیا د څانګې ۷۰ غړي وژل شوي دي.

ورځپاڼې د هند مثال ورکړې دی چرته چې دیني عالمانو د روغتیا د څانګې د کار کوونکو او ولسي له استازو سره په شریکه د ګوزڼ پر ضد بریالي کمپاینونه مخ پر وړاندې بوتلي دي.

د اداریې په وینا دیني عالمان باید راوړاندې شي او د ګوزڼ پر ضد د کمپاین په اړه چې کوم غلط مالومات خپریږي ، د هغې مخ نیوې وکړي.

XS
SM
MD
LG