د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پښتنو ووټ د بل دی او حقوق په ملتپالو غواړي'


د اسلام اباد پولیس یوه پښتنه زړه ښځه تاڼې ته بیايي
د اسلام اباد پولیس یوه پښتنه زړه ښځه تاڼې ته بیايي

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سینټر عثمان کاکړ وايي پښتانه ووټونه تحریک انصاف، مسلم لیګ او جمیعت علماء اسلام ته ورکوي او د حقونو د خوندي کولو غوښتنه له ملت پالو کوي.

د اسلام اباد په ای الېون سیکټر کې د ښار انتظامیې د پولیس او درنې مشینرۍ په زور د پښتنو نژدې درې سوه کچه کورونه وران کړي دي، او د احتجاجیانو پرضد يې د ترهه ګرۍ مخنیوي تر قانون لاندې مقدمې هم درج کړې دي.

دا وخت له قبایلي سیمو تر لسو لاکو ډېر خلک بې کوره شوي دي چې ځینې يې بیا د خربې امینتي وضعې له کبله لویو ښارونو ته کډه شوي دي.د دې خلکو د ستونځو هوارولو او حقونو ګټلو لپاره پښتون ملت پاله ګوندونو تراوسه څه کردار لوبولې دی ؟

ددې پوښتنې په ځواب کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سینټر عثمان کاکړ وايي پښتانه ووټونه تحریک انصاف ، مسلم لیګ او جمیعت علماء اسلام له ورکوي او د حقونو د خوندي کولو غوښتنه له ملت پالو کوي. نوموړې زیاتوې د اسلام اباد د کچه کورونو په معامله کې متعلقه ادارو ظلم کړیدې ــــ

د عوامي نیشنل ګوند یو مرکزي مشر او سینټر افراسیاب خټک وايي چې په دې معامله د عوامي نیشنل ګوند یو پلاوي له وړاندې د انتظامیې سره لیده کاته کړي وو او اوس به هم د پارلیمان دننه او بهر ددغه ظلم پر ضد خپلې مبارزې له دوام ورکوي . نوموړې زیاتوي چې د زیارت په ورځ پولسو د کورونو د ړنګولو پر ضد په احتجاج کولو د اسلام اباد د عوامي نیشنل ګوند مشر ښاغلې قاسم کاکړ هم نیولې دی.

د سیاسي چارو کارپوه او لیکوال علي ارقم وايي ـــ اګر چې ملت پالو ګوندونو د پښتنو د حقونو خوندي کولو لپاره اواز اوچت کړي خو د ګوندونو د مشرانو په کچه داسې عملي کارونه نه دي شوي د کوم چې ترې اولس طمعه لري.

د یادونې وړ ده چې د کال ۱۹۸۵ م راهیسې د اسلام اباد په آيي الیون سیکټر کې د پښتنو د بیلا بیلو سیمو خواؤشا زر کورنۍ اوسیدې ـــ خو انتظامیه وايي دغه کورونه غیرقانوني وو او دا عملیات يي د عدالت په حکم ترسره کړیدي.

XS
SM
MD
LG