د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملک اسحاق څوک وو؟


ملک اسحاق به د طالبانو او له القاعدې سره د تړلې لشکر جنګوي ډلې د فعالیتونو او عملیاتو هدایات ورکول او د اژانس په خبره دی داسې یو وسله وال مشر وو چې په پاکستان کې قاضیان ده

په پاکستان کې پولیس وايي، چارشنبه یا شورو پیشلمي مهال یې د لشکر جنګوي وسله والې ډلې مشر ملک اسحاق سره د ۱۳ پلویانو وژلی دی.

اسوشي اېټېډ پریس اژانس لیکي، د ملک اسحاق په اړه ویل کېږي چې په پاکستان کې د سلګونه شیعه ګانو په وژنه کې یې لاس درلود.

ملک اسحاق به د طالبانو او له القاعدې سره د تړلې لشکر جنګوي ډلې د فعالیتونو او عملیاتو هدایات ورکول او د اژانس په خبره دی داسې یو وسله وال مشر وو چې په پاکستان کې قاضیان ده ته له سزا ورکولو ډارېدل، د مقدمې پر مهال به یې خپل مخونه پټول او په عدالت کې به یې ده ته چای او بسکټ یا کلچې ورکولې.

د اژانس په خبره، اسحاق تر کلونو په پاکستان کې په ازاد مټ فعالیت کاوه ځکه چې د هغه هېواد استخباراتي ادارو په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ز لسیزو کې دا ډلې ځکه روزلې چې له ګاونډي شیعه ایرانه یې ګواښ محسوساوه.

د بي بي سي په وینا، ملک اسحاق پخوا د یوه بل وسله وال تنظیم سپه صحابه پاکستان یو مهم مشر وو. خو د سازمان له مشرتابه سره د اختلافاتو له کبله له هغوی جلا شو او د ډان ورځپاڼې په خبره، د ۱۹۹۰ز لسیزې په پیل کې یې د لشکر جنګوي ډلې بنیاد کښېښود. لشکر جنګوي ډله امریکا ترهګره هغه ګرځولې وه او په پاکستان کې هم ورباندې بندیز لګول شوی وو.

اسحاق د ګڼو تورونو له کبله په ۱۹۹۷ز کال کې ونیول شو او بیا په ۲۰۱۱ز کال کې په ضمانت ځکه خوشې کړل شو چې سپریم کورټ وویل پر ضد یې کافي شواهد نشته. نوموړی په تېرو اتو میاشتو کې په بیا بیا عامه امن ته د تاوان رسولو خطر

مخنیوي له کبله یا په زندان کې وو او یا هم په کور کې نظر بنده وو. پولیس وايي، تر وژنې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې یې ملک اسحاق د هدفي وژنو په تور نیولی وو.

رسنۍ وايي، د سپه صحابه پاکستان له اوسني مشر حافظ احمد لدیانوي سره د اسحاق تر روغې وروسته نوموړی د سازمان مرستیال مشر شو.

پر اسحاق پر اهل تشیع د لویو بریدونو تور وو او دی هم د امریکا حکومت د بهرني ترهګر په نوم نومولی وو. د اسحاق په اړه فکر کېږي چې په ۲۰۰۹ز کال کې یې له زندانه په لاهور کې د سري لنکا کرکټ پر لوبډلې د برید پلان جوړ کړی وو.

ملک اسحاق په ۱۹۵۹ز کال کې د پنجاب په رحیم یار خان ښار کې زېږېدلی وو.

XS
SM
MD
LG