د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا په ګډون په ټول هېواد کې پشکال ٦٩ کسان وژلي


له قدرتي آفتونو سره د مبارزې قامي اداره وايي چې په ملک کې د بارانونو او سيلابونو له وجې نهه شپيته (٦٩) کسان مړه او شپږ دېرش (٣٦) ژوبل دي.

د موسمياتو محکمه وايي چې د بارانونو دا لړۍ به تر راتلونکیو درې ورځو پورې جاري وي چې ورسره به په سيندونو کې د اوبو کچه نوره هم اوچتېږي.

له آفتونو سره د مبارزې قامي ادارې «اين ډي ايم اې» چارواکي احمد کمال مشال ريډيو ته وويل چې د روانې مياشتې د ١٦ نيټې نه په ملک کې شروع شوي د پشکال بارانونو او سيلابونو لوجې په خيبر پښتونخوا کې څلورديرش (٣٤) کسان مړه او اووه (٧) ژوبل شويدي، پاکستان د انتظام لاندې کشمير کې پنځلس (١٥) کسان مړه او اته (٨) ژوبل شويدي، په پنجاب صوبه کې اته (٨) کسان مړه او يولس (١١) ژوبل شويدي، په بلوچستان کې اووه (٧) کسان مړه او اته (٨) ژوبل شويدي او په ګلګت بلتستان کې پنځه (٥) کسان مړه او دوه (٢) ژوبل شويدي.

نوموړي زياته کړه چې بارانونو او سيلابونو لوجې په ټول ملک اتلس نيم سوه نه زيات کورونو ته ځيان رسيدلې دې او قريبا درې لکه پورې خلق ترې متاثره شويدي هم دې د دې متاثرينو لپاره يو سل اته پنځوس (١٥٨) امدادي کيمپونه جوړ کړې شويدي چې پکې د نهه ذرو نه زيات کسان ميشت دي.

د خيبر پښتونخوا د آفتونو سره د مبارزې صوبايي ادارې يا پي ډي ايم اې کميونيکيشن افسر ارباب وقاص مشال ريډيو ته وويل چې په چترال کې د زياتو بارانونو او لينډ سلائيډنګ لوجې لارې بندي دي چې ورته په امدادي کارونو کې ستونزې ورمخې دي خو د دې باوجود پي ډي ايم اې او د چترال ضلعي انتظاميه متاثرينو سره امدادي هلو ځلو کې بوخت دي.

په ملک کې د بارانونو پحقله د موسمياتو محکمې چارواکي محمد رياض مشال ريډيو ته وويل چې د چترال پشمول د ملک په زياتره سيمو کې به د بارانونو دا لړۍ د راتلونکې دريو نه تر څلورو ورځو پورې جاري وي

د ملک په مختلفو سيندونو کې د اوبو کچې پحقله د نوموړي وينا وه چې د دريابې کابل پشمول په کالاباغ او چشمه کې د اوبو کچه کمه شويده او اوبه اوس د تونسه طرف ته روانې دي او راتلونکي څليريوشت ساعتو کې به تونسه کې د اوچتې درجې سيلاب وي او بيا به دا اوبه سند صوبه کې د سکهر او ګدو بيراجونو طرف ته روانې شي

محمد رياض زياته کړه چې دا وخت په ملک کې د پشکال د بارانونو لړۍ روانه ده نو په سيندونو کې د سيلابونو راتللو امکانات شته او دا لړۍ به تر ستمبر مياشتې پورې جاري وي،

د يادونې ده چې تير کال هم د بارانونو او سيلابونو لوجې په ملک کې د درې سوه شپيته (٣٦٠) پورې کسان مړه او ٢٥ لکو څخه زيات متاثره شوې و.

XS
SM
MD
LG