د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په ننګرهار کې د شري مخنيوي لپاره کمپاین پیل شو


د افغانستان په ننګرهار کې د شري مخنیوي کمپاین
د افغانستان په ننګرهار کې د شري مخنیوي کمپاین

د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د شري ناروغۍ د مخنیوي لپاره د ویکسینو اووه ورځينی کمپاین پیل شو.

جلال اباد: د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د شري ناروغۍ د مخنیوي لپاره د ویکسینو اووه ورځينی کمپاین پیل شو.

د دې ولایت د روغتیا چارواکي وايي چې په دې کمپاين کې به تر پنيځه نيم لکو پورې هغو ماشومانو ته ويکسين ورکړل شي چې عمرونه يې له نهو مياشتو څخه تر پينځو کلونووي.

د شري په وړاندې د ویکسینو دغه کمپاين د ننګرهار د عامې روغتییا د کتلوي معافیت د امريت له اړخه د شنبې په ورځ پيل شو چې اوه ورځې به دوام وکړي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ريس ډاکټر نجیب الله کاموال وايي ، خوشبخانه نن موږ په مشرقي حوزه کې او په ځانګړې توګه ننګرهار ولایت کې د شري د مخنيوي لپاره کمپین د يوې هفتې لپاره پيل کړ.

ده وویل، زموږ د ۱۳۰۰ ټرین شوي پرسونل له خوا په ټولو ولسواليو کې ويکسين کيږي. دا ویکسين کور په کور نه تطبیقيږي، بلکې محلاتو ته به زموږ ټيمونه ځي، په مسجدونو، ښوونځيو او د قومي مشرانو په کورونو کې به کمپونه لګوي او هغوو نقطو ته به ځانونه رسوي چې ډير خلک په کې اوسيږي.

ډاکټر نجیب په ټولو کورنيو غږ کوي چې د رواني هفتې په دوران کې خپلو ماشومانو ته د شري د مخنيوي ټيکې ولګوي.

نوموړي زیاته کړه ، په دغه يوه هفته کې ټولو مور و پلار ته په کار دي چې خپل ماشومان ويکسين کړي او ځانونه مطمین کړي.

د ده په وینا ، کومو سيمو ته چې زموږ ټيمونه د مشکلاتو له امله نه شي، تلای د هغوی سيمو خلک کولی شي چې په خپلو سيمو کې روغتیايي مرکزونه ته ولاړ شي او خپل ماشومان ویکسين کړي.

دي زیاتوي چې شری يوه ساري او وژونکي ناروغي ده چې له يوه ماشوم نه بل ته د ټوخي او پرنجي په واسطه انتقالیږي.

د دغې ناروغي کوم ځانګړی علاج نشته خو د شري د ویکسين په تطبیقولو سره ترې ماشومان ژغورل کیدی شي.

XS
SM
MD
LG