د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتانه ځوانان په ټولنيزو رسنېو د سولې پر موضوع خبرې کوي؟


'پښتانه ځوانان پر خپله زمکه د سولې له خبرو ځکه ډډه کوي چې دوي سياسي پوهاوې نه لري او له خپله تاريخه بې خبره دي'

د مشال راډيو په ځوانانو غږ خپرونه کې نن پر دې خبرې کوو چې د پاکستان او افغانستان پر زمکه د سولې او امن لپاره په روانو هلو ځلو کې د دې دواړو هيوداونو ځوانان په ځانګړې توګه د سوشل مېډيا يا ټولنېزو رسنېو د لارې څه رول لوبولی شي؟

له موږ سره ميلمانه دي له شمالي وزيرستان سره تعلق لرونکی ليکوال او د عوامي نشنل ګوند د ځوانانو د څانګې مشر محسن داوړ او د افغان ځوانانو په نمايندګۍ د جرمني د هنور يا هنوفر پوهنتون د پي ايچ ډي زده کونکی او د سوشل مېډيا فعال محمد تنها.


دوي دواړه پر دې عقيده دي چې پښتانه ځوانان پر خپله زمکه د سولې له خبرو ځکه ډډه کوي چې دوي سياسي پوهاوې نه لري او له خپل تاريخه بې خبره دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG