د لاسرسي ځای

تازه خبر

'راج ولي شاه خټک پر پښتو او پښتنو مین وو'


راج ولي شاه خټک
راج ولي شاه خټک

ډاکټر راج ولي شاه خټک د لربر پښتنو د لېک لوست په قاعدو کې فعاله ونډه لرله او د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو پښتو ژبې یوکولو کې یې غټه ونډه لرله.

د پښتو عصري ادب وتلی شخصیت، شاعر، لیکوال، محقق او نقاد ډاکټر راج ولي شاه خټک د گل »دوشنبې« ورځ د زړه له دورې ومړ. نوموړی له خپلې کورنۍ سره یوځای له سواته بیرته را روان وو چې ملاکنډ سره پرې په زړه دوره راغله او ساه يي ورکړه.

۶۳ کلن ارواښاد ډاکټر راج ولي شاه خټک په دا نژدو کې له خپله کاره وزګار شوی وو. نوموړي د اوسني دور په پښتو څېړونکو، ناقدینو او استادانو کې د یو نابغه حیثت لرلو. د پښتو لپاره هغه خپلې هلې ځلې په خپل یو شعر کې داسې لیکلي.

په مزه مزه جوهر مې د پښتو خوري

دا د خپلی تورې زنګ دی نه پوهېږم

ډاکټر راج ولي شاه خټک د لربر پښتنو د لېک لوست په قاعدو کې فعاله ونډه لرله او د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو پښتو ژبې یوکولو کې یې غټه ونډه لرله.

ډاکټر راج ولي شاه د نوښار ضلعې په ډاگ اسماعیل خېلو کلي کې په ١٩٥٢ م کال کې د قدیم شاه په کور کې زیږېدلی وو او تعلیم يې په پیښور کې ترلاسه کړی وو. نوموړي له پېښور پوهنتونه د ایم اې ډگرۍ ترلاسه کړې، د پېښور پوهنتون د پښتو څانګې او د پښتو اکاډیمۍ مشر پاتې شوی وو. هغه د زدکړې او د تحقیق په لړ کې د امریکا سفر هم کړی وو.

د لیکنې سرچینه: ډیوه راډيو

اېډیټ: قاسم خان مندوخېل

XS
SM
MD
LG