د لاسرسي ځای

تازه خبر

مري د افغان دولت او طالبانو لپاره د سولې چوتره


پر يو بل د اوږدې بد اعتمادۍ وروستو افغانستان او پاکستان په دې پوهه شوي چې اوس دوی د خپلمنځي رابطو د بيا شلېدو توان نه لري.

په فارن پاليسي مجله کې لیکوال عمیېر جمال ليکي، د څه باندې یوې لسيزې جنګ او پټ په پټه له وسله والو سره د کلونو رابطو باجود په افغانستان کې امن پرځای نه شو.البته اوس په لومړي ځل د پاکستان په مرسته په مري کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ رسمي خبرې پېل شوي. څلور ټکي دي چې ښکاري د سولې د روان بهیر په مټ به امن پرځای شي.

ړومبۍ خبره دا ده چې د پاکستان او افغانستان پر ځمکه د وسله والو د موجودګۍ خطر کابل او اسلام اباد يو بل ته نږدې کړي دي. دوی په دې پوهه دي چې وسله وال د دوی کورني امنيت لپاره لوی خطر جوړېږي. پر دې سربېره په مشرتابه کې بدلون او دواړو هېوادونو کې مخ په زياتېدونکې بدامني هم د دغه نږدېوالي يوه وجه ده. د طالبانو لخوا د اوړي عمليات هم مخ په تېزېدو دي.

پر يو بل د اوږدې بد اعتمادۍ وروستو افغانستان او پاکستان په دې پوهه شوي چې اوس دوی د خپلمنځي رابطو د بيا شلېدو توان نه لري.

دويمه خبره دا ده، ښکاري داسې چې په افغانستان کې شمالي ټلواله هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په پروسه کې د پاکستان له موجوده رول سره اختلاف نه لري. ځکه چې د پروان ولايت والي محمد عاصم د اجرايوي ريس عبد الله عبدالله د استازي په توګه د مري سولې خبرواتروکې برخه اخیستې وه.

همداراز په دغه خبرو کې د افغان پلاوي مشري د بهرنېو چارو مرستيال وزير او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د تره زوی حکمت خليل کرزي کوله نو حامد کرزی چې تل د پاکستان په مرسته د امن بهیرمخالف پاته شوی دی هم د دغه خبرو هرکلی کړی. په تېر وختونو کې شمالي ټلوالې تل په افغانستان کې د پاکستان په مداخله او د اسلام اباد لخوا د طالبانو په ملاتړ نيوکې کړي خو وس دوي پر دې باور دي چې د پاکستان د ترهه کرۍ د مخنيوي موجوده تګلاره نه يواځې په پاکستان بلکې په افغانستان کې هم د ترهه ګرۍ د له منځه وړو لپاره ده.

دريمه خبره دا ده چې د جولاۍ په اوومه نېټه د پاکستان په مری کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په شوو رسمي خبرو کې د حقاني شبکی استازي هم موجود وو.حاجي ابراهيم چې د دغه شبکې نمايندګې يې کوله د حقاني نټورک مهم غړی او د دې ډلې د مشر جلالدين حقانی ورو دی. حقانی طالبان چې د افغانستان په جنګ کې لويه برخه لري کله يې هم د لويې کچې په خبرو کې برخه نه ده اخستې.

د سولې په خبرو کې د حقاني شبکې «نېټورک» برخه اخیستل د دې خبرې هم عکاسي کوي چې پاکستان د سولې په خبرو کې مخلصه دی ځکه چې پر پاکستان تل دا تورنه لګيدلې دي چې حقانې ډلې سره ښې اړيکې لري او په ضرب عضب عملياتو کې يې هم دوی ته څه نه دي ويلي.

او څلورمه خبره دا ده چې په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې د مخ په زياتېدونکي اثر رپورټونو هر تن او په خاصه توګه طالبان سخت انديښمن کړي دي. ځکه چې له افغان طالبانو يو شمېر وسله وال داعش ته اوښتي دي. د داعش ډلې راپورته کېدو خطر ته په کتو سره پاکستان او افغانستان ته پکار ده چې د منځلارو او سختدريځو طالبانو ترمنځ کرښه راکاږي او دارنګ منځلاري پر دې مجبوره کړي چې عادي ژوند ته راشي او په ټولنه کې نفوذ وکړي.

XS
SM
MD
LG