د لاسرسي ځای

تازه خبر

میدان وردګ: ډرون برید ۱۰ وسله وال وژلي


د بهرنيو سرتېرو يوې بې‌پيلوټه الوتکې نن سهار وختي د ميدان وردګو په جلرېز ولسوالۍ کې د طالبانو يوه ځاله په نښه کړې چې پکې يې لس تنه طالبان وژل شوي دي.

په افغانستان کې د بهرنيو سرتېرو يوې بې‌پيلوټه الوتکې نن (پنجشنبه) سهار وختي د ميدان وردګو په جلرېز ولسوالۍ کې د طالبانو يوه ځاله په نښه کړې چې پکې يې ۱۰ طالبان وژل شوي دي.

په وژلو شويو وسله والو کې د طالبانو يو تن وتلی جنګي قومندان هم شامل دی.

د ميدان وردګو د والي وياند عطا الله خوګياڼی وايي، پر وسله والو دغه بريد نن سهار وختي د کابل، باميان پر لويه لاره په چاريکه سيمه کې شوی دی.

دی وايي، همدې طالبانو څو ورځې وړاندې په جلرېز کې د سيمه‌ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه کړي وو او اته ويشت تنه يې وژلي وو.

تر اوسه پورې لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، نن سهار د کابل کندهار پر لويه لاره، د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې د مسافرو يو درې سوه درسوه ډوله موټر پر ماين ختلی او موټر چلوونکی يې ژوبل شوی دی.

په دغه پېښه کې نورو مسافرو ته کوم ځاني زيان نه دی اوښتی.

سيدشاه سقيم

XS
SM
MD
LG