د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خان قلات پخلاینې لپاره حکومتي پلاوی لندن ته ولاړ


خان قلات مير سليمان دواد
خان قلات مير سليمان دواد

؛ د خان قلات بېرته راتګ خو شاهد حکومت ته څه توپير ولري، لاکن د بلوچستان پر حالاتو به يې هېڅ اثر پرېنوځي؛.

د بلوچستان حکومت يو پلاوی د خان قلات مير سليمان دواد پخلا کولو لپاره لندن ته رهي شوی دی چې خپل وطن ته یې راستون یې کړي. د صوبې وزیر اعلی ډاکټرعبدالمالک بلوڅ هم له روسه لندن ته رسېدلی دی.

ځينو حکومتي سرچينو چې نه يې غوښتل نوم او ږغ يې خپور شي، مشال راډيو ته وویل، د صوبايي حکومت په خوښه جوړ شوي پلاوي کې د صوبې اته وزیران مله دي.په دوی کې صوبايي وزیران نواب محمد خان شاهواني، سردار اسلم بزنجو، خالد لانګو شامل دي او ښايي مشر وزیر نواب ثناءالله زهری يې هم وروسته ورسرع مل شي.

د خان قلات ميرسليمان داود چې شاوخوا اته کاله وړاندې يې پاکستان پرې ایښی او په لندنکې مېشت شوی، له همدې وجې يې شمار د آزادي غوښتونکو بلوڅو مشرانو په ډله کې کېده. خو په کوټه کې مېشت مشر خبریال او د چارو کارپوه انورساجدي بیا وايي، خان قلات يو سپين ږيری مشر دی، خو په ساسي ډګر کې چندانې اثر نه لري.

؛ خان قلات د يو سپين ږيري بلوڅ مشر په خاصه توګه د يوه قبايلي مشر په توګه نوم او اثر لري، لاکن نوموړی په سیاسي ډګر کې هېڅ اثر نه لري. دا بېله خبره ده، چې هغه پاکستان پرې ايښی او هلته يې د بېلتونپالو په حق کې ځينې خبرې هم کړې دی، او د خبرو تر حده خو سمه، لاکن په عملي توګه يې د بېلتونپالنې په ډګر کې هېڅ ونډه نشته؛.

که چېري پلاوی د خان قلات په راستنېدو کې بریالی شئ، نو آیا په بلوچستان کې پر روان تاوتريخوالي او د بلوڅو پر ستونځه به يې یو څه اغېز وي او که یه؟ انورساجدي يې په نه کې ځواب راکړ.

؛ د خان قلات بېرته راتګ خو شاهد حکومت ته څه توپير ولري، لاکن د بلوچستان پر حالاتو به يې هېڅ اثر پرېنوځي؛.

د ویلووړ ده، چې خان قلات میرسليمان داود په ۲۰۰۶ عیسوي کال کې د نواب اکبرخان بګټي تر وژنې وروسته پاکستان پرېښود، چې د نوموړي د راستنېدو لپاره لومړی د پروېزمشرف په واکمنۍ کې، بیا د پيپلز ګوند او وروسته د روان حکومت په واکمنۍ هڅې پېل شوې. خو اوس نوموړی په لومړي ځل له حکومتي پلاوي سره ليدو ته اماده شوی دی.

XS
SM
MD
LG