د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې موټربم برید درنه مرګ ژوبله واړوله


د طالبانو ځانمرګي برید ماشومانو ته هم ډېره لویه مرګژوبله اړولې
د طالبانو ځانمرګي برید ماشومانو ته هم ډېره لویه مرګژوبله اړولې

د پيښې ډیری قربانیان د خوست ولایتي روغتون ته او یو شمېر هم په خوست ښار کې خصوصي روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

بېګا ماښام نږدې اوه بجې د خوست پر زاړه هوايي ډګر چې د چپ مین په نوم د امریکايي ځواکونو اډه پکې ده، موټر بم برید وشو، چې پکې لږ تر لږه ۲۵ تنه مړه او یوولس نور ټپیان شوي دي.

خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت مشال راډیو ته وویل، چې ځانمرګي بریدګر خپل د چاودیدونکو توکو ډک موټر د چپ مین لویدیزه خوا کې د عام سړک سره جوخت د هوايي ډګر د امنیتي پوستې له دیوال سره جنګولی او یاده مرګ ژوبله يې اړولې ده.

ده وویل، تر اوسه د تلفاتو کره شمېره نه ده مالومه او د دوی مالومات لومړني دي.

د خوست د ولایتي روغتون ډاکټرانو وویل، چې دوی ته د پيښې له ځایه اوولس مړي او درې ټپیان وروړل شوي، چې یو ټپي هم وروسته د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه او د مړو شمېر اتلس تنه شو.

دوی زیاتوله، چې په وژل شویو کسانو کې ګڼ ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

یوه بل امنیتي کس د نوم نه ښودلو په شرط وویل، د مړو شمېر خواوشا دېرش تنه او ټپیان نهه تنه دي.

د خوست ولایتي روغتون ته له روژه ماتي وروسته سلګونه کسان د پېښې قربانیانو د لیدلو لپاره او ټپیانو ته د وینې د مرستې لپاره ورغلي ول.

د پېښې یو عیني شاهد وویل، ځانمرګی برید تر روژه ماتي لس دقیقې مخکې وشو، دا چې پيښه د سړک پر غاړه وه او د پيښې په ځای کې د امنیتي کسانو له خوا جمپ جوړ شوی وو، نو دې جمپ ته موټر په کراریدل، همدارنګه د پيښې ځای ته نږدې د تیلو پمپ موجود وو، چې ماښام ته نږدې مهال به په کې ډېر خلک راغونډیدل، نو ځکه يې ځاني او مالي زیان ډېر دی.

په دې پيښه کې امنیتي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو تر اوسه يې په اړه مسوولو ادارو څه نه دي ویلي.

د پيښې ډیری قربانیان د خوست ولایتي روغتون ته او یو شمېر هم په خوست ښار کې خصوصي روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

د کمکي په نوم یو خصوصي روغتون ته دوه مړي او نهه ټپیان لیږدول شوي ول.

پيښه عام سړک سره جوخته شوې، په دې سړک د خوست د پنځو ولسوالیو خلک تګ او راتګ کوي او له دې سربیره د روژې په میاشت کې په دې سړک ماښام ته نږدې د ګاډو او خلکو ډېره ګڼه ګوڼه وي.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د پيښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

د یادونې وړ ده په ورته توګه درې نیمې میاشتې وړاندې هم په خوست کې پر زرګونو لاریونوالو ځانمرګی برید شوی وو، چې په کې تر شلو ډېر ملکي وګړي وژل شوي او تر شپیتو زیات ټپیان شوي ول.

XS
SM
MD
LG