د لاسرسي ځای

تازه خبر

’هر افغان بچی په ښوونځي کې غواړو‘


د ځوانانو غږ خپرونه کې له يوه داسې ځوان سره خبرې کوو چې د بلوچستان سرانانو په افغان کډوالو کېمپ کې ژوند کوي خو د دې لپاره یې مبارزه روانه کړې چې هر افغان بچی زده کړې وکړي او هر افغان بچی ښوونځي کې داخل کړي.

ظاهر پښتون ((په بلوچستان کې د افغان کډوالو ځوانانو او ښوونکو )) په نامه ټولنه لري چې د سرانانو په ګډون د دې صوبې د افغان کډوالو په ټولو کيمپونو کې تعليمي هلې ځلې کوي.

’هر افغان بچی په ښوونځي کې غواړو‘
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:20 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

ظاهر ادعا کوي چې د ټولنې د هلو ځلو په مټ یېزرګونو افغان کډوالو ماشومانو تعليم ته مخه کړې. دی زیاتوي چې د ټولنې ملګري د نشيي توکو ضد کمپېن هم چلوي. او يوه بله لاسته راوړنه يې د کمپونو په منځ کې د رابطې «اړيکې جوړول» دی چې اوس د ټولو پنډغالو وګړي په يوه غونډه کي سره راټوليږي او پر خپلو مشکلاتو خبرې کوي.

د ځوانانو غږ خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG