د لاسرسي ځای

تازه خبر

ديني علماء به ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکوي


ډاکټرسیف الرحمان وایي، په بلوچستان کې د ګوزڼ ضد څاڅکو انکاري کورنۍ په زرګونه دي، چې له کبله یې د ګوزڼ وایروس لاهم په دې صوبه کې شتون لري او هرکال ماشومان ځپي

په کوټه کې د صحت د څانګې د چارواکو په خبره د زرګونو هغو ریفيوزل یا انکاري کورنيو لپاره چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ناروغۍ ضد څاڅکې نه ورکوي، د قبایلي مشرانو، ديني علماو او سرکاري چارواکو داسې کمېټۍ به جوړې شي، چې همدا انکاري کورنۍ په دې قانع کړي، چې د پولیو ضد څاڅکي د ماشومانو لپاره هيڅ خطر نه لري او د همدې څاڅکو له امله ماشومان د ټول ژوند له معیوبېدو خوندي کېدلای شي. دا خبري د پوليو ناروغۍ مخنيوي څانګې يوه مشر ډاکټر سیف الرحمان له مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې کړې.

؛ موږ په ضلعي سطح باندې ډسټرکټ ریفیوزل کمېټۍ چې په هغو کورنيو به ګرزي، چې خپلو ماشومانو ته د پوليو ناروغۍ څاڅکې نه ورکوي، جوړې کړې دي. ددې کمېټيو مشري به مرستيال کمشنران کوي، خو ورسره به قبايلي مشران، ديني علما، د امنيتي ادارو سرتېري او د پوليو د مخنيوي څانګې کارکوونکي ملګري وي، او دا کمېټۍ به په هرصورت باندې هغه مور و پلار په دې راضي کوي، او د دې انکاري کورنيو ماشومانو ته به خپله دا څاڅکي ورکوي؛.

د ډاکټرسیف الرحمان په خبره په بلوچستان کې د ګوزڼ ضد څاڅکو انکاري کورنۍ په زرګونه دي، چې له کبله یې د ګوزڼ وایروس لاهم په دې صوبه کې شتون لري او هرکال ماشومان د تل لپاره له کاره وځي.

له ډاکټرسیف الرحمان څخه مو وپوښتل، آخر کورنۍ ولې خپلو ماشومانو ته د پوليو ناروغۍ ضد څاڅکې نه ورکوي؟ لامل يې څه دی؟ نوموړي يې څه داسې ځواب راکړ.

؛ په دې انکاري کورنيو کې ځينې داسې وي، چې هغه ددې پرله پسې کمپاينو له امله دې ته د شک په سترګه ګوري، ځينې کورنۍ بیا دا واکسین ته د شګ په سترګه ګوري او ځينې نور يې بیا له مذهبي لارې دا واکسین ښه نه ګڼي. چې همدا کمېټۍ به ددې هر څه ځوابونه ورکوي. په خاصه توګه هغه کورنۍ چې دې ته مذهبي رنګ ورکوي، نو هغوي ته به دا ويل کېږي، چې دا څاڅکي قطعاً په مذهب کې منع نه دي او ماشومانو ته بالکل ورکول کېدای شي؛.

د ډاکټرسیف الرحمان په خبره د کوټې په پښتون آباد سیمه کې ګوزڼ وهلی وروستی ماشوم چې شریف الله نومېده، تعلق يې له يوې ریفيوزل يا انکاري کورنۍ څخه وو، چې له همدې امله د تل لپاره معیوبه شوی.

د ویلو وړ ده چې په بلوچستان صوبه کې په روان ۲۰۱۵ عیسوي کال کې د ګوزڼ وهلو ماشومانو شمېر څلورو ته رسېدلی، چې د چارواکو په خبره اکثره متاثره ماشومان د همدې انکاري کورنيو ماشومان دي.

XS
SM
MD
LG