د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د داعش مخکښ غړي شاهد الله شاهد د وژلو ادعا


د ملي امنیت ریاست بیان زیاتوي په هوايي برید کې د داعش ډلې د جنګي عملیاتو مشر ګل زمان فاتح او د هغه مرستیال جهاد یار هم وژل شوي دي.

د افغانستان ملي امنیت ادارې دعوه کړې چې په ننګرهار کې په یوه هوايي برید کې د اسلامي دولت »داعش ډلې» یو مشر شاهد الله شاهد وژل شوی دی.

د ملي امنیت ریاست پرون د زیارت ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، شاهد الله شاهد چې پخوا د تحریک طالبان پاکستان ویاند وو، د جولای پر اوومه نېټه د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې ووژل شو.

شاهد چې اصلي نوم یې شېخ مقبول اورکزی وو پروسږکال په اکتوبر کې د تحریک طالبان پاکستان ډلې د ویاند په توګه هغه مهال له دندې ګوښه کړل شو چې نوموړي له اسلامي دولت ډلې سره پیوستون په ډاګه کړ.

د ملي امنیت ریاست بیان زیاتوي په هوايي برید کې د داعش ډلې د جنګي عملیاتو مشر ګل زمان فاتح او د هغه مرستیال جهاد یار هم وژل شوي دي. په سیمه کې موجودو د اسلامي دولتی وسله والې ډلې د افغانستان ملي امنیت د دې دعوو په اړه لا څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG