د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان سولې خبرې باید دوام ولري


د افغانستان سولې شورا هم هیله ښودلې چې دا ناستې به مثبتې پایلې ولري خو ټینګار یې کړی چې باید دوامداره و اوسي.

افغان حکومت د طالبانو له استازیو سره لومړنۍ مخامخ رسمي خبرې او پکې شوې پریکړې ستايي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي دواړو لوریو پرون په دې خبرو کې په افغانستان او سیمه کې د سولې په راتلو ټینګار کړی دی او موافقه یې کړې چې دا مخامخ خبرې باید دوام وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د چهارشنبې په ورځ وویل چې دواړو لوریو د سېشنبې په شپه په دې ناسته کې د سولې په راتلو ټینګار وکړ او د ورته ناستو د دوام غوښتنه یې وکړه.

«دواړو لوریو موافقه وکړه چې په افغانستان او سیمه کې د سولې د راتلو ملاتړ کوي. افغان لوري ټینګار وکړ چې دواړه خواوې باید د خپلو غوښتنو یو فهرست جوړ کړي او هیڅ وړاندیز ترې پاتې نه شي او راتلونکو غونډو ته یې وړاندې کړي څو د سولې خبرې غښتلې کړي.»

ښاغلي مستغني زیاته کړه چې په دې ناسته کې ګډونوال د دواړو لوریو رسمي استازي و او راتلونکې غونډه به بیا له روژې میاشتې وروسته ترسره کړي.

په افغان پلاوي کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی، د سولې شورا غړی حاجي دین محمد او دوه نور کسان شامل و.

طالبانو مخکې رد کړې وه چې استازي یې مري ته د دې ناستې لپاره ورلیږلي خو د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه تازه اعلامیه کې ویلي چې د امارت سیاسي کمیټه واک لري چې هر وخت خبرې وکړي که نه.

افغان ولسمشر له دې ناستې څو ساعته مخکې له یو شمیر کارپوهانو سره په لیدنه کې ویلي چې د سولې د خبرو دوام او د دواړو لوریو د غوښتنو د فهرست په جوړولو به ټینګار د دې ناستې اصلي موضوع وي.

د سولې عالي شورا هم یاده ناسته ستایلې او ټینګار یې کړی چې باید دوام پیدا کړي.

د دې شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار آزادي راډیو ته وویل که دا خبرې د اوربند په شرط دوام ومومي نو ډېرې اغیزمنې به تمامې شي.

« زمینه به دې برابره شي چې رسمي او پراخې بین الافغاني خبرې شروع شي. خو لومړنۍ شرط باید دا وي چې اوربند باید حاکمه شي. داسې خو نه کیږي چې هم وژنې دوام ولري او هم د سولې خبرې اترې.»

اخوا د افغان حکومت اجرایي رییس عبدالله د چهارشنبې په ورځ په بلخ کې ۲۰۹ شاهین قول اردو پوځیانو ته په وینا کې سوله د افغانانو هیله وښودله او له مخالفې ډلې یې د صداقت غوښتنه وکړه.

«هغه ورځ چې په دې هیواد کې سوله تامین شي د افغانانو د نیکمرغۍ ورځ وي. په دې هیله کې افغان حکومت په صادقانه ډول مخالفینو ته خپل پیغام رسولی دی په همدې لړۍ کې نن ورځ هم خبرې روانې دي.»

ښاغلي عبدالله په داسې حال کې د سولې په خبرو کې د صداقت غوښتنه وکړه چې د دې خبرو کوربه پاکستان تل په چال او سیاسي لوبو تورن شوی دی.

د سیاسي چارو کارپوه حاجي سید داوود آزادي راډیو ته وویل دا غونډه په دې نتیجه نه ورکوي چې پاکستان خپله ګټه پکې سنجولې او طالبانو هم نه ده تایید کړې چې استازي یې ورلیږلي که څنګه؟

«کاش چې د پاکستان سیاست بدل شوی وی دا هم د افغانستان په ګټه دی او که چیرته طالبان په رښتیا له جنګه ستړي شوي وي. خو خبره دا ده چې دغه پلاوی چې دوی د خبرو لپاره په اسلام اباد کې د افغان حکومت سره کېنولی دی زه فکر نه کوم چې دا مذاکرات نتیجه ولري. په دې چې د هغوی رسمي دفتر قطر دی او د قطر استازیو په دې غونډه کې ګډون نه درلود.»

له دې مخکې هم د سولې خبرې شوي چې له هغې ډلې د ناروې، قطر، چین، عربي متحده اماراتو او سعودي عربستان خبرې د یادونې وړ دي خو دا چې دا وار دواړو لوریو رسمي لیدنه کړې نړیوالو هم یې تود هرکلی کړی دی.

د امریکا متحده ایالتونو، ملګرو ملتونو او پاکستان دا خبرې اړینې او مثبتې بللي، افغان مخکیني ولسمشرحامد کرزي د سولې تامین لپاره وروستۍ ناسته مثبته ارزولې.

صفي الله ستانکزی آزادي راډیو کابل

XS
SM
MD
LG