د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د مخدره توکیو د استعمال پرضد غونډه وشوه


خوست کې د مخدره موادو ضد غونډه
خوست کې د مخدره موادو ضد غونډه

د خوست ولایت چارواکي وايي، چې د ځوانانو له پاره د کاري فرصتونو نه شتون، نالوستوب، خپلو اولادونو ته د کورنیو نه پاملرنه، غریبي او نورې ټولنیزې ناخوالې د دې لامل شوي، چې د ځوانانو د پام وړ برخه نشو ته مخه کړي.

په دې موقع د خوست والي حکم خان حبیبي وویل، چې افغانستان یو ځوان هېواد دی او نږدې نیمايي وګړي يې ځوانان دي، خو د دې پر ځای چې د دې قشر د ځوانې انرژۍ نه په سالمه لاره کې ګټه واخیستل شي، بیکاري، فقر او غربت يې نشو ته مجبوروي او په دې توګه دوی د خپلې کورنۍ او ټولنې د اوږو بار ګرځي:

« افغانستان یو ځوان هېواد دی، ۴۸ سلنه وګړي يې ځوانان دي او بدبختانه چې نشه يي توکي ځوان قشر ډېر متاثره کوي، بل لوري ته بې کاري او نورې ټولنیزې ستونزې هغه دي، چې نشه يي توکو استعمال ته يې لاره هواره کړې ده، بناً بیکاري، ناپوهي، د کورنیو نه پاملرنه، فقر او غربت هغه عوامل دي، چې ځوانان په نشه يي توکو روږي کوي.»

د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې چې د خوست د حکومتي ادارو ګڼو مامورینو، مدني فعالانو، قومي مشرانو او د رسنیو استازو برخه درلوده، ټېنګار وشو چې باید د نشه يي توکو د بدمرغه پدیدې پر وړاندې ټول کسان په ګډه مبارزه وکړي.

د خوست ولایتي شورا رئیس امیرالله زړه سواند وویل، چې د کلیوالي ځوانانو سربیره د امنیتي ادارو د سرتیرو لیکو او د ښوونځیو زده کوونکو ته هم نشه يي توکو لاره پیدا کړې ده.

د ولایتي شورا رئیس د امنیتي ادارو وغوښتل، چې په جدي توګه دې په سیمه کې د نشه يي توکو د خرڅولو مرکزونه په نښه کړي:

« زموږ رئیس صیب امنیت ملي دې خپلو اړوندو مراجعو ته وظیفه وسپاري، چې په دې ځای کې د مواد مخدر د خرڅولو مرکزونه په نښه کړي، هغه فهرست کړي او د امنیه قوماندانۍ کشفي ادارې هم کمک ورسره وکړي، دا مرکزونه له منځه یوسي، نو زه مطمین یم چې ځوان قشر به ورڅخه نجات پیدا کړي او په مجموع کې به دا ټولنه له دې بدمرغۍ صفا شي.»

د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت وویل، چې له نورو ادارو سره په همغږیتوب يې د مخدره توکو د خرڅونکو او قاچاقبرو پرضد د مبارزې کمپاین پیل کړی دی.

ده یو ځل بیا له عامو خلکو غوښتنه وکړه، چې په دې کار کې له خپلو پولیسو او په مجموع کې له امنیتي ارګانونو سره مرسته وکړي، تر څو دا مبارزه ګټوره تمامه شي.

XS
SM
MD
LG