د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پر پانسیانو تل تر تله بندیز غواړو'


په پاکستان کې کارکونکې د بشري حقونو کمیشن د پاکستان حکومت لخوا د روژې په میاشت کې د پانسیانو (په دارول) ځنډولو د اقدام هرکلې کړې او غوښتنه یې کړې ده چې پانسیانو د بیا بحالولو پر فیصله دې بې پلوهکتنه وکړل شي.

د بشري حقونو کمیشن په وینا چې د ریاست له خوا خلک په پانسۍ خیژولو عمل د انساني عظمت تصور سره ټکر خوري، او دا چې د انسان ژوند یو مستقل قدر لري باید چې نه صرف د روژې په میاشت کې بلکې غونډ کال د انساني عظمت احترام وکړل شي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د بشري حقونو کمیشن مشرې زهره یوسف وویل چې له حکومته یې غوښتنه ده چې د ارمي پبلک سکول له پېښې پس د پانسیانو نه کومه پابندي اوچته کړې وه په هغې دې بیاکتنه وشي.

زهره یوسف په نظر چې تر اوسه پورې ورکړې شوې پانسیانو کې دولس نه تر پنځلس فیصده پورې وسله والو ته پانسي ورکړې شوې ده او نور عام مجرمان په پهانسې خیژول شوې دي.

،، موږ د دې هرکلې کړې دې چې کم از کم د روژې په میاشته کې دا پانسیانې ودورل شوې خو موږ اندیښمن یو چې د اختر نه پس به دا سلسله بیا شروع کیږي. د اختر نه پس ورکونکې پانسیانو کې به یوې ښځې ته هم په لاهور کې ورکړې کیږي د چا د رحم اپیل چې د پاکستان صدر رد کړې دې او که ورته پانسي ورکړې شوه نو دا به وړومبې ښځه وي، زموږ مقصد دا نه دې چې سزا دې نه ورکړې کیږي خو د دې نورې هم طریقې دې لکه د عمر قید سزا ورکړې کیدا شي او د دې موده هم سیوا کیدا شي،،

خپلو خبرو کې د بشري حقونو کمیشن مشرې زیاته کړه چې پاکستان نه صرف د نړیوال قانون خلاف وزري کوي بلکه پانسیانې ورکولو نه په جرمونو کې کموالې هم نه راځي.

بلخوا په جیلونو کې د قیدیانو خیر ښيګړې لپاره کار کونکې ادارې جسټس پاکستان پروجیکټ ویاند شهاب صدیقي وایې د دوي دا موقف همیشه پاتې شوې دې چې د پانسیانو نه پابندي اوچتول نه وه پکار ځکه چې د انصاف په نظام کې اوس هم مسلې ختمې نه دې.

،، د پانسیانو سلسله چې کله شروع شوې وه نو هاغه وخت دا ویلې شوې وو چې ترهګرې مخنیوي لپاره ده خو د مارچ میاشتې نه پس که تاسو اوګورې چې چا چا ته پانسي ورکړې شوې ده او د هغې څه جرمونه وو نو تاسو به اوګورې چې د هغې جرم د نړې د یو ترګرې په تعریف هم پوره کیږي نه . د حکومت دا ویل چې د دې نه به د پيښور غوندې پيښې ودریږي نو داسي پيښې کونکو ته خو پانسیانې نه کیږي ، پانسیانې خو عام مجرمانو ته ورکړې کیږي،،

د ذکر ده تیره هفته د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د روژې په میاشته کې پانسیانې نه ورکولو حکم ورکړې وو.

یاده دې وي د ارمي پبلک سکول د پيښې نه پس په پانسې ورکولو عملدرامد شروع شوې وو او د پاکستان د بشری حقونو کمیشن په وینا تر اوسه پورې یو سل او شپږ اویا کسانو ته پانسيانې ورکړل شوې دي.

XS
SM
MD
LG