د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو او داعش اختلافات په افغانستان کې جګړه نوره پېچلې کوي


له پاکستانه خپرېدونکې د انګريزي ژبې ورځپاڼه ډان ليکي، په افغانستان کې جګړه په داسې حال کې پېچلې بڼه خپلوي چې په دې هيواد کې د ناټو جنګي ماموريت پای ته رسېدلی دی.

له پاکستانه خپرېدونکې د انګريزي ژبې ورځپاڼه ډان ليکي، په افغانستان کې جګړه په داسې حال کې پېچلې بڼه خپلوي چې په دې هيواد کې د ناټو جنګي ماموريت پای ته رسېدلی دی.

په مقاله کې راغلي چې په افغانستان کې د طالبانو او اسلامي دولت يا داعش وسله والې ډلې تر منځ اختلافات ډېر څرګند دي.

ډان ورځپاڼه ليکي، په افغانستان کې د داعش پر ضد له وسله والو طالبانو سره د ايران مرسته د تيرې اونۍ يو مهم خبر و چې په دغه هيواد کې روانه جګړه نوره هم پېچلې کوي.

طالبانو داعش ته خبرداری ورکړی و چې په دغه هيوا کې متوازي ياغيتوب رامنځ ته نکړي.

د طالبانو دوهم مشر ملا اختر محمد منصور د داعش مشر ابوبکر البغدادي ته په يو ليک کې ويلي چې په افغانستان کې د امريکايانو او ايتلافي ځواکونو په ضد جګړه بايد تر يوه بېرغ لاندې وي.

له دې ليک څخه يوه اندازه دا هم لګېدای شي چې داوړې وسله والې ډلې اوږه په اوږه د هغو په ضد وجنګيږي چې دوی ورته بريدګر وايي.

ورځپاڼه ليکي، په نظرياتي توګه داعش د سني فرقې له سلفي مکتب فکر سره اړه لري خو طالبان بيا د ديوبندي مکتب فکر خاوندان دي.

داوړو ډلو په افغانستان کې د يو بل پر ضد جګړې هم کړي دي. د طالبانو له ليکو څخه په داعش کې د ځينو وسله والو او د هغوی د کومندانانو ګډون د طالبانو لپاره سټراټيجي خطر جوړېدای شي.

بلخوا د داعش غوندې د يو بلې اسلامي ډلې په ضد جګړه د طالبانو د هغې ادعا نفي کوي چې ګواکې دوی د افغان حکومت او د هغوی د نړيوالو ايتلافيانو په ضد جنګيږي.

د ملا محمد عمر سره د يوې لسيزې تر زياتې وفادارۍ وروسته اوس د طالبانو ځينې کومندانان د داعش د مشر البغدادي پر لاس بيعت کوي.

ورځپاڼه ليکي، په داسې حال کې چې له افغانستانه د القاعده ټغر ټول شوی، دغه هيواد د پاکستان مرستې ته اړتيا لري تر څو د داعش د خطر مخه ونيسي.

بلخوا د راپورونو سره سم ايران وسله والو طالبانو ته پيسې او وسله ورکوي تر څو دوی د داعش په ضد وجنګيږي.

XS
SM
MD
LG